د جمهوري ریاست یو کاندید سردار محمد نادر نعیم له خپلې کاندیداتورۍ رسمآ تېر شو او په ټاکنو کې یې له ډاکټر رسول نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د بګرام د زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو د کمېټې چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په ورځ یې له دغه زندان نه ۵۵ نور بندیان خوشې کړي دي.
ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ د ملي شورا د ۱۶ دورې د څلورم تقنیني کال د پرانستو په ترڅ کې وویل اساسي قانون تعدیل ته اړتیا لري.
په ارګ کې د جنازې د لمانځه د ادا کولو وروسته نن د مارشال محمد قسیم فهیم مړې د کابل د بادام باغ د غونډۍ په سر خاورو ته وسپارل شو .
جمهور رئيس حامد کرزي د مارچ د اتمې په مناسبت په یوې غونډې کې پر افغانو ښځو غږ وکړ چي د جمهوري ریاست په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
د جمهوري ریاست کاندید قیوم کرزي نن په یو لړ مراسمو کې د زلمي رسول ملاتړ اعلان کړ او هغه ته یې په انتخاباتو کې د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ
د لوګر د یک شنبې د ورځې په چاودنې کې څلور ملکي وګړي، شپږ پاکستاني اتباع او درې نور افغانان چې د افغان دولت وسله وال مخالفین ول وژلي شوي دي.
د ماشومان د ملاتړ نړیواله اداره وايي، هر کال په افغانستان کې درې زره تازه زېږېدلي ماشومان د زیږون په لومړیو ورځو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ولسمشر حامد کرزي په کنړ کې د ملي اردو د سرتیرو د وژل کېدو او د هغوي له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په هدف سریلانکا ته خپل سفر ځنډولی دی.
د جمهوري ریاست یوه کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل د سروبي ولسوالۍ د ورېښمین تنګي په سیمه کې له دغه یوه وسلوال برید روغ رمټ وتلی دی.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د اسټرالیا د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډلې ته د کرکټ په نړیوال کپ کې ماتې ورکوي.
د سولې عالي شورا ددغې شورا د ویاند هغه خبرې چې هغه په افغانستان کې د ستونزو اصلي عامل د امریکا د پوځ شتون بللې وه د هغه شخصي نظر بللی.
د ښځو د حقوقو افغان ښځو فعالینو، له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوال پاڅون چې د یو ملیارد غږونو غورځنګ یې بولي، په ملاتړ په کابل کې لاریون وکړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، تر نننه نېږدې اتلس سوه څارونکو له دغه کمیسیون نه د ټاکنو د څارنې لپاره مجوز پاڼې ترلاسه کړی دی.
په کابل کې له تېرې شپې راهېسې واوره اوري او د هواء پېژندنې د مسؤلینو په وړاندوینه ښايي تر نن شپې پورې دوام وکړي.
د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ولاړو ۵ کاندیدانو تیره شپه د یوې مناظرې له لارې خلکو ته خپلې تګلارې او کاري لومړیتوبونه وړاندې کړل.
د مخابراتو وزارت نن اعلان وکړ چې تر راتلونکې یوې میاشتې به افغانستان د ځمکې په مدار کې د افغان سات په نوم خپله لومړنۍ سپوږمکۍ فعاله کړي.
د ولسمشر کرزي دفتر د واشنګټن پوسټ هغه رپوټ رد کړی چې پکښې ویل شوي دي چې د افغانستان حکومت د کابل په لبناني ریستوران د برید تور په امریکا لگوي
د کابل د کارته نو په سیمه کې د یکشنبې په ورځ ځانمرګی بریدګر د ملي اردو دوه افسران او دوه ملکي وګړي وژلي او ۲۲ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
جمهور رئيس حامد کرزی وايي، د فشارونو، رواني جنګ او ګواښونو لاندې هیڅ کله حاضر ندی چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
نور پورته کول