د کورنیو چارو وزیر د پولیسو له لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې په ټاکنو کې بشپړه خپلواکي وساتي او د ټاکنو په امنیت کې هیڅ ډول غفلت ورته د منلو ندی.
جانان موسی زی وايي چې په کابل کې د جمعې په ورځ د وزیر اکبر خان د مېنې په یوه رسټورانټ برید، د افغانانو او نړیوالو ترمنځ د ویرې اچولو لپاره شوی دی.
د کورنیو چارو وزیر وايي،چې په کابل کې د تېرې شپې برېددا وښوده د امنیتي تړون په لاسلیک کې ځنډ وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته و نه هڅول.
ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د حاضرو اکثریت غړو په تائید د نوي مالي کال بودیجه چې څه باندې ۴۲۸ ملیارده افغانۍ کیږي تصویب کړه.
د پښتو ژبې غزلبول او د مخکښو شاعرانو یو شاعر او لیکوال محمد صدیق پسرلی د ۸۵ کالو په عمر تیره شپه وفات شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په عربي متحده اماراتو کې د طالبانو د استازو سره د افغان حکومت د دوو وزیرانو د لیدو کتو په اړه ناخبره دي.
افغان امنیتي ادارې وايي، د ټاکنو په ورځ د ۴۱۴ رايي ورکولو د مرکزونو امنیت نه شي نیولی او د رايي کارولو دا مرکزونه به غیری فعال وي.
د ارګ په ماڼۍ کې د عدليي او قضائي بورډ په ناسته کې پرېکړه شوې چې د پروان له ۸۸ زندانیانو به هغه بندیان خوشې کوي چې پر وړاندې یې شواهد نشته.
د کابل - کندهار په لویه لار په میدان وردګو کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور سپرلۍ وژلې شوي او یو څلوېښت نور ټپیان شوي دي.
د جمهوري ریاست یوه کاندید ډاکټر عبدالله، له جمهور رئيس حامد کرزي غوښتي چې له امریکا سره د امنیتي تړون برخلیک دې معلوم کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د کاندید اشرف غني احمدزي لومړي مرستیال جنرال دوستم له ټاکنیزو اصولو سرغړونه کړې.
یو امریکايي سناتور وايي، که د بګرام هغه ۸۸ زندانیان چې گمارل شوې افغان کمېټې یې آزادیدل غوښتي، خوشې شي نو د امریکا او افغانستان اړېکې به ترېنګلې کړي.
د کابل په ګډون په مزارشریف او خوست کې هم واوره شوې ده،په خوست کې له اتو کالو وروسته نن واوره اوري.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د قصبې په سړک په شوې چاودنه کې هیڅ مرګ ژوبله نده پېښه شوې او تلفات نه لري
د افغانو ښځو شبکه وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالو د ډېرېدو یو لامل د دوه زره او څوارلسم کال په تړاوو تبلیغات او ددغه کال له ابهام ډک برخلیک دی.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغان حکومت ته یې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په تړاو د عراق د حکومت تجربې بیان کړي دي.
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو د افغان حکومت دا خبره نه ده منلې چې ګواکې په افغان امنیتي ځواکونو یې تیل درولي او اکمالات یې ځنډولي دي.
د دوشنې په سهار د میدان وردکو د نرخ د ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ موټر بم چاودنه شوې ده چې له امله یې ۴پولیس وژل شوي او ۱۷امنیتي کارکوونکي شوي دي.
افغان حکومت غواړي ۳۵۰ ملیونه ډالر په داسې پروګرام ولګوي چې په اساس به یې په وزارتونو کې ظرفیتونه لوړ او نتایج یې محسوسوي.
افغان خبریالان وايي، هغه مجرمین چې دوی ګواښي او خبریالان یې وژلي دي، د دوی د سزاوو معافیت د رسنیو او بیان ازادۍ لپاره ستره ننګونه ده.
نور پورته کول