امریکا د افغانستان هوائي ځواک ته دوه C-130 د ټرانسپورټ الوتکې ورکړې او ددې لمریز کال تر پایه به دوه نورې هم ورکړي.
په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره ایسا وايي، د دې کال له پیل نه تر اوسه پورې ۳۰ د فاسټ فوډ رسټورانټونه او د جوسو دوکانونه جوړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنره وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو روان دی
د چرسو د کرکیلې او تولید په اړه د لومړۍ سروې له مخې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د چرسو کښت کم شوی، خو تولید یې اته فیصده لوړ شوی دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دی پخپله او حکومت مسؤلیت لري چې د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کړي او بې له انتخاباتو بل بدیل نشته.
ملګرو ملتونو د نړۍ له لویو قدرتونو څخه غوښتې چې تر هغو دې په سوریې برید نه کوي چې د دغه سازمان د پلټونکو کار پای ته نه وي رسیدلی.