په کندز ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي چې په شنو خونو کې د سبزیو کرل او د څاڅکي سیسټم اوبوخور لارې یې اوبه کول، ښه نتیجه ورکوي او د دوی په وينا له لږې ځمکې څو چنده زیات ښه حاصل ترې لاسته راوړلی شي.
د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته، د بلخ ولایت په لیرې پرتو سیمو کې یو شمیر هغه کروندګر چې پخوا به یې په خپلو کروندو کې کوکنار کرل، اوسمهال د پلاستیک لاندې د هندواڼو کرلو ته مخه کړې ده.
د بلخ ولایت یو شمېرهغه کروندګر چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته یې نورو کښتونو کرلو ته مخه کړې ده، وايي چې په بازار کې د ښو تخمونو او نباتي درملو نه شتون له امله له تاوان سره مخ کېږي.
په افغانستان کې طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته د بلخ ولایت د بلخ په ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د زیرې کرلو ته مخه کړې ده. کروندګر وايي زیره په للمو ځمکو کې کرل کېږي او یوازې د باران اوبه ورته بسنه کوي.
په کندز کې ځینو کروندګرو چې په شنو خونو کې د بادرنګو کرکېله کړې ده وايي، په شنو خونو کې د بادرنګو کرل د کوکنارو په پرتله څو چنده ډېره ګټه کوي. دغه کروندګر وايي، که په شنو خونو کې یې کښت نباتي مرض ونه وهي، له شنې خونې تر نهه میاشتو پورې حاصل اخیستلی شي.
په کندز ولایت کې له تېرو څو کالو راپدېخوا په ګل خانو کې د الووېرا کښت مخ په زیاتیدو دی او کروندګر وايي که څه هم تر اوسه پورې په دغه ولایت کې خلک د الووېرا سره بلدتیا نه لري، خو دغه بوټې د کوکنارو ښه بدیل کېدلای شي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته، په کندز ولایت کې ډېری کروندګر وايي چې په یواځې سر د کوکنارو د بدیلو کښتونو د کرلو وس او توان نه لري. دوی وايي چې له کروندګر سره دې د کوکنارو د بدیلو کښتونو مرسته وشي، ترڅو بیا ځلې د کوکنارو کرلو ته مخه ونه کړي
په کندز کې سږکال د 'پالونیا' ونو کرل چې د شنو زرو (طلای سبز) په هم نوم پیژندل کیږي او لرګي یې په بېلابېلو صنایعو کې کارول کیږي، ډېر شوی دی.
په کندز کې یو شمېر کروندګر وايي چې سږ کال ددوی کښتونه ښه دي، خو که سړې خونې جوړې نشي، نو حاصلات به یې لکه د پخوا په څېر په ارزانه بیه وپلورل شي.
په مزارشریف کې د پیازو سوداګر وايي، چې د پیازو د ساتلو لپاره معیاري سړې خونې نشته، نو ځکه کورني پياز ډېر وخت نشي ساتل کېدلی او ژر خرابېږي.
د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کر کېلې له بندیز وروسته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یو شمېر کروندګرو د میوو باغونو جوړولو ته مخه کړې ده. د ځینو کروندګرو په وينا، پدغه ولسوالۍ کې د ترکي شفتالو د باغونو جوړولو سره د خلکو لیوالیتا ورځ تر بلې زیاته شوې ده.
د تېر مني او د ژمي په لومړيو کې که څه هم کروندګر د بارانونو او اورښتونو د کمي له امله اندېښمن وو، خو د ژمي په وروستیو کې اورښتونو اوس خپلو فصلونو ته هېله مند کړي دي. دوی وايي، چې د پسرلي په رانېږدې کېدو سره د بارانونو کچه زیاته شوه او ددوی کښتونو ته په پوره توګه اوبه ور رسېدلې دي.
پداسې حال کې چې په افغانستان کې د کوکنارو د بې ساري کمښت خبره کیږي خو بیا هم ځینې کروندګرو کوکنار کرلي دي. له بلې خوا په بلخ کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کوکنارو د اړولو کمپاین هم روان دی، چې په ترڅ کې یې د چمتال په ولسوالۍ کې په جریبونو ځمکه کوکنار اړول شوي دي.
کندوز کې د چرګانو د فارمونو یو شمېر مالکان وايي، چې د دانو او چرګوړو د قیمتونو لوړېدو له امله یې کاروبار له تاوان سره مخامخ دی او د دوی په وینا که له هګیو څخه د چرګوړو د تولید ماشینونه او د دانو د پروسس میلونه ډېر شي، نو دوی به واړه چرګوړي او دانه په ارزانه بیه واخیستلی شي.
په کندوز کې د ګلانو یو شمېر کروندګر وايي چې د پسرلي د موسم په رانږدې کېدو سره د ګلانو بازار ښه شوی دی. ددغه ولایت یو تن کروندګر مطیع الله چې د شلو کالونو راهیسي بېلابېل ډول ګلان کري وايي، سږ کال د ګلانو خرڅلاو بازار ډېر ښه شوی دی او تر دې مهاله یې تر درې زرو پور ګلان کرلي دي.
له څو کلونو راپدېخوا په کندوز کې د [میلون] په نوم د یو ډول کوچنيو خټکيو کرل ترویج شوي دي، چې د کروندګرو په وینا دغه ډول خټکي زیات حاصل ورکوي او هم یې حاصل تر شپږو میاشتو پورې دوام لري. ددغو خټکیو کروندګر وايي، دا ډول خټکي د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې کرل کیږي.
په کندوز کې د نیالګیو کروندګر وايي که څه هم سږ کال د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالي له امله د نیالګیو پلور او پېر کم شوی دی، خو د نیالګیو کاروبار له کوکنارو او نورو کښتونو څو چنده ډېره ګټه کوي، ځکه له لږې ځمکې ډېر حاصل لاسته راوړي.
د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې کروندګر د کب په میاشت کې ددې لپاره د پلاستیک لاندې تورۍ او نور سبزیي کري چې په وخت حاصل ته ورسېږي. ددغو کروندګرو په وینا پلاستیک له یوې خوا کښت له سړې هوا ساتي او همدا ډول ډېر حاصل ورکوي.
په کندز کې یو شمېر کروندګر وايي، چې د ژمي په موسم کې یې په للمه ځمکه د پلاستیک لاندې د هندواڼو کرلو ته زیاته مخه کړې ده او د دوی په وينا هندواڼې ژر حاصل ته رسېږي، نو ځکه په بازار کې په ګرانه بیه هم خرڅېږي. دا کروندګر وایي چې په دغه توګه د هندواڼو کرل د کوکنارو د کښت څو چنده ډېره ګټه کوي.
د بلخ ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي، د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین په ترڅ کې یې د دغه ولایت په بلخ، چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې په ۶۰ جریبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه وړي او په دې تړاو یې ۴۰ تنه کروندګر هم نیولي دي.
نور پورته کول