د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسولین وايي، وسلهوالو طالبانو د دغه ولایت په واشیر ولسوالۍ کې یو روغتیايي کلینیک سوځولی خو کار کونکو ته يې زیان ندی رسیدلی.
د هلمند والي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د ایران د لاس وهنې یو عمده لامل د هلمند د سیند اوبه دي چي ایران نه غواړي پرې تاسیسات جوړ شي.
له تیرو ۳ ورځو راهیسې د زابل په خاک افغان او دایچوپان ولسوالیو کې د افغان پوځ هوايي الوتکو د داعش جنګیالیو ګڼ شمیر مرکزونه په نښه کړي دي.
امنیتي چارواکي وایي د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د افغان قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ د تیرې شپې په جګړو کېدواړو خواو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر یوې میاشتي نظامي عملیاتو وروسته د ارزګان د مرکز ترینکوټ دامنیتي کمربند ساحه تر شل کیلو میتره پوري پراخه شوې.
د کندهار د والي پر میلمستون باندې د حملې د پیښې د څېړنې لپاره د افغان دولت او متحده عرب اماراتو تر اوسه ۳ پلاوي کندهار ته تللي دي.
د پخواني جمهوررئیس د اکا زوی او ملي سوداګر هاشم کرزي، چې په کندهار کې د تیرې سهشنبې شپې په تروریستي برید کې سخت ټپي شوی وو، نن یې د نوي ډهلې په یو روغتون کې ساه ورکړه.
د زابل پوليس مقامات وايې چي د وسله والو طالبانو د وژل شوي مشر ملا محمد عمر نږدې ملګری او مهم طالب قومندان يې نيولی .
د کندهار ولایتي چارواکو ټولې هغه اوازې نا سمې ګڼي چې د کندهار د والي د مرګ په اړه په ځینو ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي.
د کندهار د سه شنبې د ورځې په په برید کې د متحدو عربو اماراتو پنځه خیریه کارکوونکي هم وژل شوي دي.
کندهار کې چارواکی وايي، چې د ډاکترانو یوه ډله د کندهار د تیرې شپې په چاودنو کې د وژل شویو کسانو پر جسدونو د ډي این ای "DNA" معایناتو ترسره کولو لپاره دغه ولایت ته را رسیدلې ده.
د رپوټونو له مخې د کندهار والي همایون عزیزي په دغه چاودنه کې برسیرن ټپي شوی دی.
د هلمند د ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو پر دفتر ځانمرګی برید شوی چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د هلمند امنیتي چارواکو تائیده کړه چي پدغه ولایت کې تازه دمه نړیوال ځواکونه ځای پر ځای کیږي.
هلمند کې چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګرمسیر د ولسوالۍ امنیه قوماندان تیره ورځ د نشه یې توکو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.
په کندهار کې پولیس وایي څلور کسان یې د هوايي ډکر د پنځو ښځمنو کارکوونکو او د هغوی د موټروان د وژلو په تور نیولي دي.
د لښکرګاه – کندهار لویه لار تیره ورځ د ترافیکو پر مخ د بیرته پرانیستلو وروسته افغان امنیتي ځواکونو د دغې لارې په ځینو سیمو کې نوي امنیتي پوستې هم ځای پر ځای کړي دي.
ه هلمند کې په یوه ځانمرګي برید کې یو پوليس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي.
د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار او هلمند ترمنځ لویه لار، چي د نهرسراج ولسوالۍ د وزیر مانده په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن ماسپښين یوه بجه بیرته پرانیستل شوه.
د کندهار ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، نن سهار ناپیژاندو وسلهوالو د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د هوايي ډګر د عملې پر موټر وسلهوال برید وکړ چې له امله یې شپږ تنه ووژل شول.
نور پورته کول