هلمند کې چارواکي وايي، افغان ځواکونو له تیرې شپې راهیسې د دې ولایت په څلور ولسوالیو، کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې پراخ نظامي عملیات پيل کړي دي.
جنرال رازق وایي د القاعده، داعش او طالبانو ټول مشران په کراچۍ، پیښور، کویټه او نورو ځایونو کې اوسیږي.
زابل کې د پولیسو قوماندان وویل، چې نن د دغه ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې درې تنه چې دوه یې سیمه ایز خبریالان دي ټپیان شوي دي.
د هلمند والي حیات الله حیات وايي چې د وسله والو طالبانو د کویټې شورا دغه ولایت ته نه ده انتقال شوې.
په هلمند کې افغان ځانګړو ځواکونو د ګرشک په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یوبل زندان مات کړی او ۳۶ تنه چې اکثره یې ملکي وګړي دي د دغې ډلې له منګلو ژغورلي دي.
هلمند کې سیمه ایز چارواکي وایي، نن سهار د لښکرګاه ښار دوهمې امنيتي حوزې اړوند د سره گودر په سيمه کې په یوه چاودنه کې افغان خبریال نعمت الله زهیر وژل شوی .
چارواکي وایي،د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ کې تیرماښام د یو هوایي برید په پایله کې چې د مشعل په نوم د ملي اردو په یو پخواني مرکز ترسره شو تر اویاو وسله وال طالبان وژل شوي.
د ارزګان په ولایت کې امنیتي سرچینې وايي چي تیره شپه تر یوې اوږدې محاصرې وروسته د ملي اوردو ۴۱ تنه سرتیري له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.
د کندهار د نهمې حوزې د پوليسو پر امر نن له غرمې وړاندې په دغه شوي ځانمرګي برید کې یوتن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي خو د نهمې حوزې امر ته په کې زیان نه دی رسیدلی.
په کندهار کې کروندګر او سودګر وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات خورا زیات وو.
هلمند کې چارواکي وایي، تیره شپه افغان ځواکونو د دغه ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د طالب وسله والو د نفوذ په ساحه کې د وسله والو له زندان څخه شپږ بندیان ازاد کړي دي.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د چورې د ولسوالۍ د نیولو لپاره یې د وسله والو طالبانو هڅه شنډه کړې، خو لا هم په سیمه کې جګړه لا روانه ده.
د افغانستان په جنوبي حوزه کې په تیرو لسو میاشتو کې د وژلو په گډون له خبریالانو سره د تاو تریخوالي پنځلس پېښي ثبت شوي دي.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، افغان امنیتي خواکونو نن سهار د ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د محاصري د ماتولو لپاره ددغه ښار په څنډو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
نا معلومو وسله والو نن ماښام په زابل کې یو خبریال په ډزو وژلی .
د هلمند ولایتي چارواکې وایي، د لښکرګاه شاوخوا ته د پیل شوو پوځي عملیاتو په ترڅ کې يې تیره شپه خپل وسله وال مخالفان تراته کیلو مټرو پورې په شا تمبولي دي.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي، چې د عملیاتو مشري افغان امنیتي ځواکونه په غاړه لري، خو دا مني چې بهرني ځواکونه ورسره د مشورې او هوایي ملاتړ په برخو کې مرسته کوي.
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په څنډو کې له څلور ورځنۍ جګړۍ وروسته تیره شپه دغه ولایت ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه استول شوي دي.
د هلمند سیمه ایز چارواکي وايي، چي د لښکرګاه په ځینو برخو د وسلهوالو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او دغه ښار د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
پداسي حال کي چي د هلمند د مرکز لښکرگاه ښار په څنډو کې له تیرې شپې راهیسې جگړو زور اخيستی د ناتو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان د یو افغان پلاوي سره دغه ولايت ته تللی.
نور پورته کول