په جنوبي ولایاتو کې سږکال څه دپاسه څلور زره پنځه سوه د ۱۲ ټولګیو فارغینو د کانکور ازموینه ورکړې ده چې د تیرو کلونو په پرتله نسبي پرمختګ ښي.
د هلمند د نوزاد په ولسوالۍ کې د یوه ماین د چاودنې له امله د یوه پاکستاني په ګډون تر لسو زیات وسله واله مخالفین چې ماین یې خپله خښ کړی وو وژل شوي دي.
د کندهار د ژړۍ په ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په یوې پوځي اډې یوه ډله ځانمرګو برید کړی چې د ایساف یو عسکر په کې وژل شوی.
په هلمند کې دوه ورځې مخکي د نوزاد او موسی کلا ترمنځ د لويې لارې د پرانیستل کېدو په موخه د افغان ځواکونو له لوري پوځي عملیات پیل شوي و.
په کندهار کې د ملي امنیت د معلوماتو له مخې د دې ډلې مشري د مولوي منیب په نامه د طالبانو یو قوماندان کوي چې د بګرام نه خوشې شوی.
د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې پولیسو تیره شپه یوه ۹ کلنه نجلۍ له ځانمرګي برید څخه وړاندي نیولې ده. دغه انجلۍ شپوږمۍ نومېږي او وايي ورور یې ځانمرګي برید ته مجبوره کړې وه.
په کندهار کې یو ځل بیا د واده پر یوه موټر ماین چاودلی دی د یوې کورنۍ دوه تنه په کښي وژل شوي دي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغان مقامات وايي چې یره شپه یې په زابل کې د وسله والو طالبانو یو جګ پوړې چارواکې له خپلو ۸ نورو ملګرو سره نیولې دي.
د کندهار د سپین بولدک په ولسوالۍ کې نن غرمه څه باندي ۱۲ بجې چاودنه شوي چې ۲ تنه یې وژلي او ۶ تنه نوريې ټپیان کړي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کندهار ولایتي څانګه وايي هڅه کوي چې د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې ښځې پراخه ونډه واخلي.
د کندهار د ښار د احمدشاهي لوبغالي سره نږدې په یو رسټورانټ کې چاودنې لږترلږه درې کسان وژلي او شاووخوا ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.
چارواکي وايي چې په کندهار او غزني کې دوه ځانمرګي برید کونکي خپل هدف ته له رسیدو مخکې وژل شوي .
په کندهارکې د پوليسو چارواکي وایي چې دوي د هغو ۶ تنو جسدونه پیدا کړي چې دپولیسو د دادعا له مخې وسله والو طالبانو ترې سرونه غوڅ کړي وو.
وسلوالو طالبانو نن سهار د کندهار د ریګستان ولسوالۍ په مرکز برید وکړ خو د ولسوالۍ د پولیسو په ځوابیه ډزو کې اوه وسلوال طالبان ووژل شول.
د افغانستان نظامي محکمې د ملي پوځ یو سرتیری نجم الدین د خپل پوځي ملګري سید نعیم د وژلو په جرم په ١٦ کاله بند محکوم کړ.
د بر تانیې د دفاع وزیر د افغانستان په جنوب کې وويل چې د خپلو عسکرو د شتون پریکړه به د افغانستان او امریکا ترمنځ تر امنيتي تړون د لاس لیکېدو وروسته کوي .
په کندهار کې د حاجي آغا په نوم یو تن دیني عالم چې د ديني عالمانو داصلاحي شورا غړیتوب یي هم درلودی نا پيژاندو وسله والو د دوشنبې په سهار په ډزو کې وژلی دی .
د ترکيې سفیر وايي چي هیواد يې دافغانستان د سولي په پروسه کې هر ډول مرستې ته تیار دی او د افغانستان او ترکيې ترمنځ د تجارتي اړیکو د پراختیا په برخه کې هم ځانګړې هڅه کوي.
د زابل مرکز ته نږدې د سړک دغاړي ماین چاودني د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ ملکي کسان وژلي.
دا سمینار د پاچا خان د علمي او څیړنیز مرکز له لوري رابلل شوی چې له اروپا او امریکا څخه هم په لس ګونه مطرح علمي شخصیتونه ورته وربلل شوي دي.
نور پورته کول