د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال وايي چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند تر احتجاجي لاريون شاوخوا يوه مياشت وروسته لا هم د پوليسو له خوا ځورول کېږي او زنداني کېږي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت ددغه ایالت د کورمې سیمه "ناورين ځپلې" ولسوالي اعلان کړې او هلته يې د مرستو بېړنی حالت تصويب کړی دی.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د بنو ولسوالۍ په جانيخېلو سيمه کې ځايي اوسیدونکو هلته د احتمالي پوځي عملياتو او د خلکو د بې کوره کولو پرضد احتجاجي لاريون کړی دی.
اروپايي اتحاديې په پاکستان کې د نظامي محکمو لخوا ۲۵ ملکيانو ته د سزا ورکولو په اړه انديښنېه ښودلې او ويلي يې دي چې دا پرېکړې "د مدني او سیاسي حقونو تر نړیوال میثاق لاندې د پاکستان له ژمنو سره په ټکر کې ښکاري."
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټې (اپېکس کمېټې) په کورمه کې د روانې شخړې درولو لپاره پرېکړه کړې چې په هغه سيمه کې به له سنيانو او شييعه ګانو وسلې ټولوي او د هغوی سنګرونه به ختموي.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشران وايي چې له افغانستان سره د تجارت کمېدو له امله په هغه ايالت کې کاروباراغېزمن شوی او بې کاري زياته شوې ده.
په پاکستان کې له زندانه څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ مشر او د د دغه هېواد په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان د پخواني استازي علي وزير د خلاصون لپاره د جنوبي وزيرستان په واڼه ښار کې زرګونه کسانو احتجاجي لاريون او غونډه کړې ده.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزیرستان کې د مسيد قام مشرانو د ناامنۍ او د دغه هېواد د پوځ لخوا د ملکيانو د ځورولو او پر ولسي کورونو د توپونو او د هاوان د مرميو توغولو پرضد جرګه کړې ده
د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې پوليسو د پښتون قامي جرګې يا عدالت د ۸۰ کسيزې کمېټې غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ ښار يو مخکښ مديرالرحمن د ترهګرۍ په تور نيولی دی.
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مشرانو اعلان کړی دی چې هلته به د ماشومانو د ګوزڼ پوليو واکسين کمپاين د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۳۰ پيل شي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په کورمه ولسوالۍ کې ډاکټران وايي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د لارو بندېدو، د طبي وسايلو او درملو د کموالي او پر وخت د درملنې نه کېدو له امله ۲۹ ماشومان مړه شوي دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اعلی وزير علي امين ګنډه پور د دغه ايالت په بېلا بېلو سيمو کې د ماشومانو د ګوزڼ پوليو واکسين پر ډلو د وسله والو بريدونو غندنه کړې او ويلي يې دي چې د بريدګرو د نيولو عمليات به ګړندي کوي او د پوليو واکسين ډلو د امنيت لپاره به نور اقدامات هم کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د یونان ټاپوګانو ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدوپه پیښه کې په مړو شویو کډوالو کې څلور پاکستانیان هم شامل دي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا په ګډون د دغه هيواد په ټولو ايالتونو کې د ډسمبر له ۱۶ (ليندۍ ۲۶) څخه د ډسمبر تر ۲۲ پورې د پوليو د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين تر سره کېږي.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بنو کې د شمالي وزيرستان بې کوره کړل شويو کډوالو د مياشتنيو مالي مرستو نه وررسېدو له امله د ډسمبر له ۱۲ (ليندۍ ۲۲) راهيسې خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ او د دغه هیواد د پوځ لخوا پر ولسي کورونو د هاوان مرميو توغولو پرضد جرګه شوې ده.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا او سيند ايالتونو کې په يوه ورځ څلور ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې پدې سره په دغه هیواد کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۶۳ ته لوړ شوی دی.
د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت ولسوالۍ او د بلوچستان په موسی خيل او پنجګور ولسواليو کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په جلا جلا عملیاتو کې د ۱۶ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د شمالي وزيرستان خلک د پاکستان له حکومت څخه د خپلو ړنګو شویو کورونو تاوان غواړي
د جاپان حکومت په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ ويروس د له منځه وړلو لپاره د هڅو په دوام له دغه هېواد سره د خولې له لارې پولیو ضد د واکسينو ترلاسه کولو په برخه کې د درې اعشاريه يو ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
نور پورته کول