روغتیایي مسؤولین وایي تیر میلادي کال د ناامنیو او د کروناویروس د خپریدو له امله د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام لپاره له ستونزو او ننګونو ډک کال و.
د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي، د پولیو واکسین له کمپاینونو وړاندې د واکسین د ګټو په تړاو د غږیزو او انځوریزو رسنیو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته دوام ورکوي.
د کندوز ولايت امام صاحب په ولسوالۍ کې د پولیو یوه تازه پیښه ثبت شوې چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر څلورو ته ورسید.
افغانستان د پاکستان ترڅنګ یو له هغو دوه هیوادونو څخه دی چې لا هم پکې د پولیو ناروغي شتون لري او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتې سیمې ګواښي.
د افغانستان د عامی روغتیا چارواکي وایي چې د نوامبر په اتمه نیټه پیل شوی کمپاین په دوو پړاونو کې چې هدف یې ۱۰ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسول وو په بریالیتوب پای ته ورسید.
د کندوز ولايت امام صاحب ولسوالۍ کې د پولیو دوه تازه پیښې ثبت شوي چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمیر درې ته ورسید.
په افغانستان کې له نږدې څلورو میاشتو ځنډ وروسته یو ځل بیا د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین عمومي کمپاین پیل شو.