د لاس رسي وړ اتصالات

'۲۰۲۱ کال د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام لپاره ستونزمن کال و'


په میدان وردګو ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین
په میدان وردګو ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین

روغتیایي مسؤولین وایي تیر میلادي کال د ناامنیو او د کروناویروس د خپریدو له امله د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام لپاره له ستونزو او ننګونو ډک کال و.

په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د مسؤولینو په وینا په ۲۰۲۱ کال کې د ۲۰۲۰ کال په پرتله د پولیو د پېښو شمېر کم و.

دوی وایي، که څه هم کندهار، هلمند او ننګرهار د پولیو ویروس د شتون مهم ولایتونه بلل کیږي، خو په ۲۰۲۱ کال کې له دغو ولایتونو څخه د پولیو د کومې مثبتې پیښې راپور ندی ورکول شوی.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف اداری د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مسؤول کمال شاه سید امریکا غږ ته وویل: "په تیر کال کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ډیر کم و او یواځې څلور پیښې راپور ورکول شوی، حال دا چې په ۲۰۲۰ کال کې ۵۶ پیښې ثبت شوي."

روغتیایي چارواکي وايي د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د پولیو واکسين ګرځنده ټیمونه کولی شي لیرې پرتو سیمو ته ولاړ شي او دوی به پر دې وتوانیږي چې په روان کال کې د پولیو ویروس د خپریدو مخنیوی وکړي.

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: " که چیرې د امن په فضا کې او د منظم پلان له مخې پرله پسې کمپاینونه ترسره شي او هرې سیمې ته لازمه رسیدګي وشي، دا هیله شته چې په ۲۰۲۲ کال کې به د پولیو د مثبتو پېښو شمېر نور هم کم شي."

د کابل ښار اوسیدونکې مریم چې خپل کوچنیان یې واکسین کړي، له کورنیو غواړي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو د تل پاتې معلولیت په رنځ اخته نشي.

د یادونې وړ ده چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو د کومې مثبتې پیښې راپور ندی ورکول شوی.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پولیو ناروغۍ پکې شتون لري او د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه تل له خنډونو سره مخ شوې.

XS
SM
MD
LG