د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، د "پاکستان په ګډون هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د جګړې لپاره له تروریستي ډلو څخه ملاتړ کوي" باید پوه شي چې تروریزم پوله نه لري او دا اور به د هغوی لمنې ته هم ورسېږي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په اوږدو کې یې ۱۸۵زره او ۷۴۹ بېځایه شوي او راستنېدونکي ماشومانو لپاره ښوونیز خدمات برابر کړي دي.
جرمني له افغانستان سره په خپلو مرستو کې د ۷۲ میلیونه یورو په زیاتولو سره، د دغو مرستو د دوام لپاره افغانستان ته یو لړ شرطونه هم ټاکلي دي.
په افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره یا "نی" وایي په دوو تیرو لسیزو کې په افغانستان کې ١١٥ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
زلمی خلیلزاد اسلامآباد ته له سفر وروسته بېرته کابل ته ستون شوی او له افغان چارواکو سره یې د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د مالي لګښتونو په اړه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون راپور ښيي، چې محمداشرف غني په ټاکنیز کمپاین کې تر ټولو زیاتې او غلام فاروق نجرابي تر ټولو کمې پیسې مصرف کړي دي.
افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د یو میاشتې اوربند شرط ټاکلی دی او له طالبانو څخه یې غوښتي چې له نورو هیوادونو او استخباراتي شبکو سره اړیکې پرې کړي.
د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار اداره (SIGAR) وايي، چې د ۲۰۰۲ څخه د ۲۰۱۹ کال د مارچ تر ۲۰مه پورې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بیارغونې له صندوق سره ۱۱.۴۵میلیارد ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د کمېسیون د اطلاعاتو مرکزي سرور ته د بایومتریکه معلوماتو د انتقال بهیر تیره شپه پای ته ورسېد.
د کابل بانک د تصفیې کمېټه وايي، چې د دغه بانک پخواني ونډهوال خلیلالله فیروزي له زندان څخه کور ته له انتقالېدو وروسته، د خپلو پورونو یوه برخه پرې کړې ده.
د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، چې د کمېسیون مرکزي سرور ته د بایومتریکي معلوماتو د پورته کولو په بهیر کې د چټکتیا لپاره د دیرملوګ شرکت دوه جرمني انجینران کابل ته رسېدلي دي.
ملګرو ملتونو د افغانستان په لویدیځ کې د بېځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.
د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ (ټيفا) موندنې ښيي، چې د تلې په شپږمه د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې نږدې دوه میلیونه کسانو رایې ورکړي، چې ۲۱ فیصده یې ښځې دي.
ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان په فراه او نیمروز ولایتونو کې د مخدره موادو د تولید پر مرکزونو باندې د امریکا په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹ ولسي افغانان وژل شوي دي.
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې ناپیژندو کسانو د وارداتي برېښنا یوه ستنه په ماین الوځولې ده.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، چې په تیر کال کې ۱۰۴ تنه انساني قاچاقبران عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوي دي.
افغان حکومت په اسلامآباد کې د پاکستاني چارواکو او طالب استازو ترمنځ لیدنې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول غونډې په افغانستان کې د سولې لامل نه کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او طالب استازو په اسلامآباد کې د لیدنې پرمهال ویلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ ژر د سولې د خبرو بیا پیلیدو ته اړتیا ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې تیره ورځ د بغلان د ولایتي شورا مرستیال او د پلخمري د سیمهیزو پولیسو قوماندان ترمنځ په وسلهواله نښته کې یو تن وژل شوی دی.
نور پورته کول