د جمهوري ریاست د انتخاباتو د سکوت یا چوپتیا ۴۸ ساعته دوره، د کاندیدانو ترمنځ له دوه میاشتې انتخاباتي سیالیو وروسته، د پنجشنبې په شپه (سپتمبر۲۵) دولس بجې پیل شوه.
محمد ابراهیم الکوزي د چهارشنبې په ورځ په یوې غونډه کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړونکي" له انتخاباتي ډلې سره د یو کېدو اعلان وکړ.
د آسیا پراختیایي بانک د کندهار د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره له افغانستان سره څه باندې ۳۴۸ میلیون ډالرو مرسته وکړه.
د ننګرهار پولیس وايي د ننګرهار به خوګیاڼو ولسوالۍ کې بېپیلوټه طیارې د ملکي خلکو پر موټر بمبار کړی، چې ۱۵ ملکیان یې وژلي او شپږ نور یې ټبيان کړي دي..
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو پر بیا پیلیدو ټینګار وکړ.
جمهور رئیس غني له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مرسته وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې د جمهوري ریاست له انتخاباتو څخه د نظارت لپاره تر اوسه ۷۷ زره او ۲۵۶ ناظرینو له دغه کمیسیون څخه کارتونه ترلاسه کړي دي.
د ګالوپ څیړنیز بنسټ یوه تازه سروې ښيي، ۸۵ فیصده افغانان چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه شمېره جوړوي، په خپل ژوند کې کړېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ټینګار کړی، چې اړوند انتخاباتي بنسټونه باید د خلکو د رایې ورکولو له قانوني حق څخه د دفاع لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، چې په هرات کې د پاشدان د اوبو بند د جوړولو کار به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړ شي.
د افغانستان د دفاع وزارت، وايي چې په دغه برید کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو په اړه د امریکا له پرله پسې خبرداریو وروسته، ناټو هم د نړېوال تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره د افغان ځواکونو پر پیاوړي کولو ټینګار کړی دی.
په جلالآباد ښار کې د روغتیايي سکتور د ټولنې د مسول له وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د دغې ټولنې غړو د هغوی په وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله کاري اعتصاب کړی دی.
په افغانستان کې د اعتیاد مخ په پراخېدو ستونزه حیواناتو ته هم غځېدلې ده او په کابل ښار کې یوه داسې سپۍ شته، چې د مخدره موادو له معتادینو سره یوځای ژوند کوي.
په بامیانو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو د ونډې په یو ورځني کنفرانس کې ولایتي چارواکو پدغه ولایت کې تازه د کوکنارو د کر خبر ورکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي چې د داعش د افغانستان په شمال کې د اډې په جوړولو هڅه کوي، چې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته لار او نفوذ وکړي.
د سولې ولسي حرکت وايي، چې د سید رحیم امید په نوم د دغه حرکت یو غړی طالبانو په هلمند کې ۹ ورځې په بند کې ساتلی او شکنجه کړی یې دی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د سلام مخابراتي شرکت ته د وسلهوالو طالبانو د ګواښ په غبرګون کې وايي، چې دا ګواښونه د یاد شرکت د فعالیت مخه نهشي نیولی.
له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت چارواکي وايي، چې پدغه هیواد کې په نشه يي موادو د روږدو شمیره مخ په زیاتیدو ده او په افغانستان کې یې د اعتیاد ستونزه د ترهګرۍ تر ستونزې جدي وبلله.
په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز یو ډاکټر چې له تیرو لسو کلونو راهیسې پکې کار کوي. وايي، د شاوخوا پنځلس زره معتادینو درملنه یې کړې ده.
نور پورته کول