د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې د قانون له مخې په انتخاباتو کې ګډون د رایې ورکولو په شرایطو برابر د ټولو افغانان حق دی، خو زرګونه بندیان د افغانستان په زندانونو کې د رایې ورکولو له حق څخه محروم پاتې شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د چهارشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۵) افغان ولسمشر ته په یو لیک کې خپله استعفی وړاندې کړې ده.
هلمند کې سیمهییز چارواکي وايي، چې نن سهار ۹:۳۰ بجې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې، ولسي جرګې ته کاندید د عبدالجبار قهرمان په ټاکنیز دفتر کې چاودنه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په تیرو دریو کلونو کې د هغو افغانانو شمیر چې له لوږې سره مخ دي، له ۹ میلیونو څخه ۱۳ میلیونو ته زیاتوالی موندلی دی.
د سمنګان امنیتي چارواکي وايي، د ولایت د امنیت آمر خواني طاهري او شپږ پولیس تیره شپه د وسلهوالو په ډلهییز برید کې وژل شوي دي.
د بېپولې خبریالانو نړیوال سازمان (آر اس اف) د افغانستان پارلماني انتخاباتو په درشل کې، د هغو خبریالانو د لا زیات امنیت پر خوندیتوب تینګار کړی، چې د انتخاباتو اړوند مسایلو ته رسنیز پوښښ ورکوي.
په قطر کې د وسلهوالو طالبانو له استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کتنې په اړه د رپوټونو له خپریدو وروسته، ښاغلی خلیلزاد بیرته کابل ته ستون شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د امنیت د ساتنې مسولیت لري او ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې دې بشپړ چمتوالی ونیول شي.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۹) د یو جیګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په اولسمه غونډه کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللی دی.
د اکتوبر لسمه د اعدام د سزا پر ضد د مبارزې نړیواله ورځ ده. د افغانستان د حکومت شمیرې ښيي، چې د دغه هیواد په زندانونو کې سلګونه بندیان د اعدام په سزا محکوم شوي او د دغه حکم د عملي کیدو په انتظار دي.
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون چارواکي وايي، چې ولایتونو ته د بایومتریکه دستګاوو او د رایې ورکوونکو د لستونو د انتقال چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر راتلونکې جمعې ورځې پورې به ټولو ولایتونو ته ورسول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د ۲۰۱۸ کال کې له پیل څخه د اکتور تر لومړۍ اونۍ پورې ۲۴۹زره او ۲۳۳ افغانان د جګړو او ناامنیو له امله د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، په هرات ولایت کې د ټولو تاریخي آبدو پر ثبتولو او ساتنې ټینګار وکړ.
د میدانوردک ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د کابل – کندهار لویه لاره تیره ورځ مازدیګر د ترافیکو پر مخ بیرته پرانیستل شوې او په سیدآباد ولسوالۍ کې د دغې لارې په اوږدو کې د تخریب شویو پلچکونو د جوړولو چارې هم پیل شوي دي.
د میدانوردک سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ امنیه قوماندان سید نضراب شاه او پنځه افغان سرتیري تیره شپه د وسلهوالو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اوم پړاو سیالۍ راتلونکې یکشنبې د تلې په ۱۵مه په کابل کې پیل او د لړم تر دریمې نیټې دوام وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ولسي جرګې انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره د اردو، پولیسو او ملي امنیت ۵۴زره ځواکونه توظیف شوي دي.
د افغانستان دفاع وزیر جنرال طارقشاه بهرامي وايي، چې افغان ځواکونه به د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب لپاره په ناامنو سیمو کې نوي تصفیوي عملیات ترسره کړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، چې په کور دننه د دغه هیواد پنبې ته د مارکیټ موندلو لپاره باید د افغانستان د نساجۍ صنعت بیرته په پښو ودرول شي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په ښاروالیو کې د ظرفیت او ښې حکومتوالۍ نشتوالی او ناقصه لنډمهالې پروژې د ښاري بحران لامل ګڼي او وايي، د قانون نشتوالي د ځمکو غصب او د خصوصي سکتور فساد ته زمینه برابره کړې ده.
نور پورته کول