د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د کوکنارو پر ځای د زعفرانو او نورو بوټو ترڅنګ د الویرا د بوټي کرل هم په ترویج کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA) وايي، چې د تیر کال په پرتله په دغه هیواد کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې په کچه کې ۵۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲) په دغه هیواد کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ.
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱) د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، د ملګرو ملتونو په ۷۳مې کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنیت په ساتلو کې به له افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو سره همکاري وکړي.
د غزني ولایت چارواکي وايي، چې د میدانوردک د سیدآباد ولسوالۍ په سالار سیمه کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ د جګړو له امله، غزني ته د ازبکستان د وارداتي بریښنا درې غځیدلي مزي پرې شوي دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د بایومتریک سیستم د "دارمالوک" په نوم یوه آلماني کمپنۍ چمتو کوي.
د افغانستان د شتمنۍ د ثبت او څېړنې اداره وايي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې د افغان دولت ۱۵زره جیګپوړو او په شرایطو برابر مامورینو خپلې شتمنۍ ثبت کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د مسکو په غونډه کې د سولې د خبرو د څرنګوالي او د دغې غونډې د نیټې معلومولو لپاره یو افغان پلاوی روسیې ته تللی دی.
د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبت اداره وايي، چې د راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو د رایې ورکوونکو لپاره د کاغذي تذکرو د ویش لړۍ نن په رسمي ډول پای ته ورسیده.
د افغانستان د اراضیو خپلواکه اداره وايي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې د ځمکو د بانک له لارې څه باندې ۱.۲ میلیون جریبه دولتي ځمکه په الیکترونیکي بڼه سروې کړې ده.
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، چې د کابل – واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون بیاکتنه د دغه هیواد د امنیتي وضعیت له ښهوالي سره مرسته نه کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په کابل کې د لیدنې پر مهال د کابل – اسلامآباد ترمنځ په دوه اړخیزو مسلو خبرې کړي دي.
ولسي جرګې په خپله عمومي غونډه کې د امنیتي تړون پر سر بیا کتنه په غوڅ اکثریت تائید کړه.
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه یو پلي ځانمرګي بریدګر د لاریونکوونکو په منځ کې ځان الوځولی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې د جګړو او ناامنیو په پرتله وچکالۍ زیات شمیر افغانان د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ کړ دي.
افغان چارواکي وايي، چې وسلهوالو طالبانو په کندز کې ۱۸ افغان سرتیري او په سمنګان کې ۱۴ سیمهییز پولیس او ولسي پاڅونکوونکي وژلي دي.
افغان چاراکي وايي، چې وسلهوالو طالبانو د جوزجان ولایت د خُمآب ولسوالۍ نیولې او دغه راز، د دغې ډلې جنګیالي د میدان وردک په دایمیرداد ولسوالۍ کې له کومانډو ځواکونو سره په سخته جګړه کې بوخت دي.
د کابل پولیس وایي یو ځانمرګي بریدګر د 'شهید اونۍ' پر ویر کوونکو ځان الوځولی دی او لږ تر لږه اوه تنه یې وژلي دي.
نور پورته کول