د کابل د پروسې په غونډه کې به نړیوال ګډون وکړي.
سره له دې چې د افغانستان حکومت تیره ورځ په کابل کې پر غونډو او لاریونونو بندیز ولګوه، خو لا هم د دغه ښار په شیر پور سیمه کې اعتراضونه دوام لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد، د لوړو امنیتي ګواښونو له امله د کابل ښار له اوسیدونکو څخه غوښتي، چې له لاریونونو او غونډو څخه ډډه وکړي.
د کابل ښاروالۍ وايي لومړني تحقیقات یې ښيي چې د سې شنبې د ورځې د کابل د زنبق د څلور لارې برید د یو میلیارد افغانیو مالي زیان اړولی او ښايي دا شمیره تر څلور میلیاردو افغانیو لوړه شي.
د کابل ښاروالۍ وايي، چې د دغه ښار په زنبق څلور لارې کې د چهارشنبې ورځ په خونړۍ او زورورې چاودنې کې، خصوصي سکتور ته زیات مالي زیان اوښتی، چې د لومړنيو موندنو له مخې دغه زیان یو میلیارد افغانیو ته رسیږي او ښايي دا شمیره تر څلور میلیاردو افغانیو لوړه شي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل ښار کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته په یو ویډیويي وینا کې وویل، سره له دې چې د افغانستان حکومت له وسلهوالو مخالفینو څخه غوښتي وو، چې د روژې میاشتې ته په درناوي له جګړې لاس واخلي، خو دغو ډلو د بشر ضد فعالیتونو ته دوام ورکړ او ملکي وګړي یې ووژل
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي د دوی استخباراتي معلومات ښي چې د کابل برید په پاکستان کې پلان شوی و.
د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، د پاکستان له کرکټ بورډ سره په اتو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د اجنډا پر سر هوکړه شوې، چې لا تر اوسه وروستۍ شوې نه ده او ورباندې خبرې روانې دي.
د افغانستان اسلامي جمعیت وايي د دې لپاره چې دغه ګوند د افغانستان له ټولو قومونو څخه استازیتوب وکړي، د لنډمهالې دورې لپاره یې د خپلې رهبرۍ شورا د غړو شمیر له نهو څخه ۶۴ ته زیات کړی دی.
د کابل پولیس وايي، پرون مازدیګر د دغه ښار په لویدیځ کې یوه آلمانۍ ښځه او یو افغان ساتونکی یې د ناپيژندو وسلهوالو له خوا وژل شوي او یوه فنلنډۍ ښځه لادرکه شوې ده.
د بلخ والي عطا محمد نور د افغانستان په شمال کې روانو ناامنیو ته په اشارې وايي، که حکومت په دې برخه کې پاملرنه ونکړي، دغه سیمه به په دویمې سوریې بدل شي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بامیان ته لاړ او د بامیان – دره صوب سړک د جوړولو کار یې پرانست.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې نن سهار ۶:۰۰ بجې افغان امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د قلعهزال ولسوالۍ له وسلهوالو طالبانو څخه بیرته ونیوه.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي د خپلو زرګونو منسوبینو دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته استولي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، خلکو ته د بریښنايي تذکرو د ویشلو د بهیر د چټکوالي لپاره تیره ورځ افغان ولسمشر د دغه بهیر د پیلولو فرمان صادر کړی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي تر ۲۰۲۰ کال پورې به یې د حکومت ۳۰ فیصده کارکوونکي او ماموران ښځې وي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دغه هیواد د معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت په اړه په خپل تازه رپوټ کې د معلولیت لرونکو پر اوسني وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې لا هم په افغانستان کې له دغو وګړو سره دوهګونی چلند کیږي.
افغانستان له چین څخه غوښتي چې د طبیعي آفتونو پر وړاندې د مبارزې او د بشري مرستو د ښه مدیریت په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ددغه هیواد په شمال کې د سمنګان ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال والي او د دغه ولایت د دوآب او د بلخ د کلدار ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوالان، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د پروان پولیس وايي، د دغه ولایت د عالمانو د شورا رئيس مولوي عبدالرحیمشاه حنفي په دفتر کې د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ښاغلی حنفي وژل شوی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
نور پورته کول