احمدیوسف نورستاني وايي، چې د ملي ګټو او له ټاکنیز کړکېچ څخه د افغانستان د خلاصون لپاره له خپلې دندې استعفی ورکړې ده.
د سولې عالي شورا وایي، د پوځي لارې د وسله والو مخالفانو په له منځه وړلو سره په افغانستان کې د سولې ټینګول ممکن نه دي.
ولسمشر غني د نوي تعلیمي کال د پرانیستلو پر مهال وویل، د افغانستان ښوونیز نظام د کمیت له پلوه ښه خو د کیفیت له پلوه له ستونزو سره مخ دی.
د سولې عالي شورا د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ خبرو ته خوشبینه دی او د روانې اونۍ تر پایه د مثبتې پایلې اټکل کوي.
ولسمشر غني د بزرګرو په دودیزه میله کې وویل، بزرګرانو ته د اوبو په عادلانه ویش به د افغانستان د کرنیزو محصولاتو کچه لوړه کړي.
د فرخندې لومړی تلین نن په کابل کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند او د مدني ټولنې یو شمیر فعالینو د لاریون په ترسره کولو ولمانځه.
د افغانستان د هواپیژندنې ادارې په روانه اونۍ کې د هیواد په مختلفو برخو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
افغان ولسمشر وايي، افغان جګړه نړیوال او سیمه ایز لاملونه لري، چې د سولې بهیر یې پیچلې کړي او له وخته مخکې ده چې دا بهیر ناکام وګڼل شي.
د ټاکنو کمېسیون وايي، د بودیجې د نشتوالي له امله دا کمیسیون پارلماني ټاکنې د راتلونکي کال د میزان په میاشت کې نه شي ترسره کولی.
د شنبې په ورځ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند اعلان وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو کې ګډون کوي.
چارواکي وايي د یونان او ترکیې په اوبو کې د ډوب شویو ۲۰ افغانانو مړي کابل ته لېږدول شوي او ځیني نور مړي به هم ولېږدول شي.
ملي امنیت سلاکار نن په کابل کې د روسیې د لس زره میله کلاشینکوف مرستې د ترلاسه کولو پر مهال وویل دامنیتي ځواکونو پیاوړتیا د سولې بهیر سره تړلې ده.
د افغانستان د سولې په عالي شورا کې یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي، چې پیر سید احمد ګیلاني د دغې شورا مشر ټاکل شوی او شپږ مرستیالان لري.
که څه هم چې د بریښنا شرکت وعده کړې وه چې د جمعې تر ماښامه به کابل ته بریښنا راشي، خو نن شپه هم د کابل خلک له بریښنا بې برخې دي.
د میدان وردگو د سیدانو په تنگي کې افغان ځواکونو د سویډن کمیټې اړوند کلینک څخه دوه بستري ناروغان ایستلي او بیا یې وژلي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې جدي امنیتي ګواښونه له منځه تللي، خو لا هم په سیمه کې عملیات دوام لري.
افغان حکومت، د هوشمند ښارګوټي د څېړندويې پلاوي موندنې تاید کړې. موندنې ښيي چې تړون د قانون خلاف شوی و.
چارواکي وايي، افغان ځواکونو د بغلان په ډنډ شهابالدین کې هغه سیمه له مخالفو وسله والو نیولې، چې په کې د بریښنا ستنې الوزول شوې وې.
افغان ولسمشر وایي د سولې د عالي شورا د مشرتابه د غوره کولو په سريې سلامشورې پای ته رسیدلي او ژر به د دغې شورا د غړو نومونه اعلان کړي.
ولسمشر غني،له افغانستان څخه د سور پوځ د وتلو په کلیزه کې، پر طالبانو او د حکمتیار په اسلامي حزب د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو غږ وکړ.
نور پورته کول