ملګري ملتونه وايي د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان که څه باندې شل زره ملکي خلک په جګړو کې وژل شوي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي په بغلان کې یې پيل شویو عملیاتو کې ۱۵۴ وسله وال وژلي، خو د سیمې خلک وايي ملګیان هم وژل شوي.
ولسمشر غني نن د افغان پوځ د کاري وړتیا د نندارې په مراسمو کې وویل، د جګړې ډګر کې د افغان پوځ قرباني به د سیاست ډګر کې له لاسه ورنکړي.
په پکتیکا کې یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ ولسي خلک او په بلخ کې بیا یو ځانمرګي درې افغان سرتېري ووژل. او تر ۲۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.
د سولې عالي شورا وايي، دا مهال دغه شورا د تعلیق په حالت کې ده او له دې شورا سره ټولې مالي مرستې درول شوې دي.
بهرني ځواکونه وايي په کابل کې د عامه نظم د مرکز مخې ته په نني ځانمرګي برید کې ۲۵ نور پولیس افسران ژوبل شوي هم دي.
جنرال مراد وايي، د بغلان په عملیاتو کې د طالبانو د یو شمیر مهمو کسانو په ګډون له ۷۰ زیات یاغیان وژل شوي چې بهرنیان په کې هم شته.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په هندوستان کې د تروریزم پر ضد مبارزې غونډه کې د ګډون لپاره نن سهارنوي ډهلي ته لاړ.
افغان حکومت مني، چې سږکال په افغانستان کې جګړه پراخه شوې خو دا نه مني چې ګواکې طالبانو به ۳۰ ٪ خاوره لاندې کړې وي.
د اوو ولایتونو والیان، د ولسمشر او د حکومت د لوړ پوړو چارواکو سره، په سیمه ییزو ادارو کې د ښې حکومتوالۍ په هکله خپلې خبرې ګټورې ګڼي.
عبدالله عبدالله وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۵ میلونه بېوزلي کسان په روان زیږدیز کال کې، د ۳۹۳ میلون ډالرو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د چنارتو ولسوال وایي، د پیښې له ځایه یو پولیس لادرکه شوی چې ښايي دغه پولیس به د خپلو همکارانو په وژنه کې له طالبانو سره مرسته کړې وي.
د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو غوراوي کمېټه، چې د افغان ولسمشر په فرمان جوړه شوې وه، اوسمهال له قانوني تشې سره مخ او کارونه یې په ټپه ولاړ دي.
د طلوع تلویزیون پرکارکوونکو له برید وروسته د رادیو او تلویزونونو اتحادیې له افغان حکومت څخه د ځانګړې قطعې د جوړولو غوښتنه کړې.
د افغانستان د سولې عالي شورا له طالبانو غوښتي چې د سولې له خبرو مخکې شرطونه کېنږدي او خپل وړاندیزونه مخامخ مطرح کړي.
ولسمشر غني په ننګرهارکې د داعش د وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو مبارزه ستایلې او د دغې ډلې پر وړاندې یې د هغوی جګړه بریالۍ ګڼلې.
د کابورا پروډکشن پر کارکوونکو پرونی ځانمرګی برید په افغانستان کې دننه او بهر په پراخه توګه غندل شوی دی.
افغان ځواکونو د تاجکستان سره په پوله کې د درقد ولسوالي نن سهار د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د حکومت له مخالفو وسله والو څخه بیرته ونیوه.
افغان حکومت، په سیمهایزو حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د سیمهایزو چارواکو صلاحیتونو کې زیاتوالی راوستی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي ځنې کړۍ له ترهگرو څخه په استفادې په افغانستان کې نیابتي جگړه پرمخ بیایي.
نور پورته کول