د واورو د اورښت او ښویدو له امله د افغانستان په مختلفو سیمو کې د مړو شمیر نژدې ٢٥٠ تنو ته لوړ شوی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې تر راتلونکې یوې میاشتې به د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
اشتن کارتر وایي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر او ماموریت په باب پریکړه به مشران په واشنګټن کې کوي.
د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې د نجونو زده کوونکو شمیر ۳ سلنه زیات شوی دی.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړې انګیزې شینوارې چې تیره اونۍ یې د ماین په یوه چاودنه کې دواړه پښې له لاسه ورکړې وې تیره شپه ساه ورکړه.
په کندهار کې چارواکي وايي سره له دې چې سږ کال د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کوکنار کرل شوي خو بیا هم د تېر کال په پرتله کم دي.
افغان چارواکي وايي د ملي دفاع وزارت د تېلو په یوه قرارداد کې ۲۱۵ میلیونه ډالر توپېر وو.
په کابل کې لسګونو کسانو د فرانسوۍ مجلې شارلي اېبډو پر ضد مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي بدله شوه.
ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي ولسي جرګه وستایله چې اته کاندید وزیران او د ملي امنیت د ریاست کاندید ته یې د باور رایې ورکړې.
ولسمشر غني د اطلاتو او فرهنګ او عدلیې وزارتونو د پخوانیو نوماندانو پر ځای چې ولسي جرګې رد کړي وو، نن یې نوي نوماندان معرفي کړل.
ولسي جرګې له دوه ګوني تابعیت څخه د یو نوماند وزیر د تیریدلو اسناد تائید، خو د بل نوماند وزیر د لوړو زده کړو اسناد یې رد کړل.
د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي د زده کړوو د لا معیارې کېدو لپاره شاوخوا اتیا زره نورو مسلکي ښوونکیو ته اړتیا لري.
افغان چارواکي د افغانستان په اړه د بارک اوباما څرګندونې ارزښتناکې ګڼي او وايي، امریکا به د تروریزم په وړاندې مبارزه کې افغانان یوازې پرینږدي.
ولسمشر غني د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو نږدې څلور میاشتې وروسته نن خپله کابینه په رسمي ډول ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
افغان چارواکي وايي، دا مهال څه باندې یو میلیون وګړي په نشو روږدي دي چې، د شاوخوا درې سوه زرو ژوند یې، له جدي خطر سره مخامخ دی.
محمد نعیم لالی حمیدزی وایي پر افغان حکومت یې فشار اچولی چې د نشه يي توکو د قاچاقوړونکو د خوشې کولو مخه ونیسي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي چې د یو نیم کال په موده کې به ټولو ولایتونو ته د انټرنیټ آسانتیاوې ورسوي.
د افغانستان د مخابراتي تکنالوژۍ د وزارت چارواکي وايي ساېبري بریدونه ډیر دي خو دوې یې د تنبولو وس لري.
د کابل پولیس وایي چې د پنجشنبې په سهار د تره خیلو د تنګي په سیمه کې یو ځانمرګي برید یو پولیس وژلی او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.
ولسمشر غني وايي تروریستي بریدونه به يې د سولې ارادې کمزورې نه کړي او هیڅکله به ترور ته تسلیم نه شي.
نور پورته کول