وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د افغانستان حکومت وايي چې د ايراني پوله ساتونکو لخوا سيند ته د يو شمير افغانانو ګوزارولو مسله په جدي توګه څيړي او د څيړنو پايلو ته په تمه دي.
د روژې میاشتې په راسیدو سره د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه به په امریکا کې دیني مراکز او جوماتونه تړلي پاتې شي.
د کابل ښاروال داود سلطانزوی وايي که څه هم دوی د کروناویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه جدي اقدامات پیل کړي، خو لکه څنګه چې لازمه ده خلک همکاري نه کوي.
د سه شنبې په ورځ (اپریل ۲۱) د روغتیا نړیوال سازمان په خپل پیغانم کې نړۍ ته وویل چې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په برخه کې محتاط اوسي او عادي حالت ته ورګرځیدل باید په تدریجي توګه وشي.
په خټه افغان هندي سندرغاړي عدنان سمیع د نوروز لپاره په پښتو او دري سندرې ویلي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزیر او لوی درستیز وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې تر اوسه ښه او بدې پایلې درلودلې دي.
د افغانستان د میدان ښار ښاروالې ظریفه غفاري ته د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د زړورې ښځې جایزه ورکړه.
د امریکا جګپوړي پوځي چارواکي وايي طالبانو سره هر ډول توافق د شرایطو پر اساس کیږي.
د تاوتریخوالي اونۍ پیلیدو په اړه په افغانستان کې دننه او بهر مثبت غبرګونونه ښودل شوې دي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په شپه (فبرورۍ ۶) اعلان وکړ چې په یمن کې یې د القاعده ډلې مشر قاسم الریمي په هوايي برید کې وژلی دی.
د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام په دوېم سیمي فاینل کې نن پنجشنبه (فبرورۍ ۶) د بنګلدیش کرکټ لوبډلې نیوزیلند ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او د روان جام فاینل ته ووت.
د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام په سیمي فاینل کې نن سه شنبه ( فبرورۍ ۴) د هند کرکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو پیلیدو سره د افغانستان په لویو ښارونو کې د طالبانو بریدونو کې په لویه کچه کموالی راغلی.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ (جنورۍ ۲۹) امریکا غږ ته وویل د طالبانو شمیر د شپیتو او اتیا زره ترمنځ ښودل مبالغه ده.
په هسپانیا کې د موسمي توپان له کبله ۱۱ کسان مړه شوي دي او یو شمېر کورونه او ودانۍ یې ویجاړې کړي.
د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نړیوال جام په لړ کې نن چهارشنبه (جنورۍ ۲۲) متحدو عربي اماراتو لوبډلې ته په ۱۶۰ منډو ماتې ورکړه.
د امریکا او ایران د مشرانو ترمنځ په تازه لفظي شخړو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټویټر کې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي ته خبرداری ورکړی چې "خپلو خبرو ته پام وکړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران حکومت د خپلو خلکو په وړاندې د دوه گوني سیاست پر مخ بیولو تورن کړی دی.
فیروزه عزیز په "ټیک ټاک" کې د چین ایغور مسلمانانو په هکله ویډیويي پیغام خپور کړی وو، هغه وايي چې دې کار یې د ژوند هدف بدل کړی او غواړي چې په راتلونکې کې سیاست ته مخه کړي او د کانګرس غړې شي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وايي د افغانستان د جګړې په هکله د واشنګټن پوست د راپور له ځینو برخو سره موافقه نه ده.
نور پورته کول