د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په یمن کې د القاعده ډلې مشر وژلی


د القاعده وژل شوی مشر الریمي
د القاعده وژل شوی مشر الریمي

سپینې ماڼۍ د جمعې په شپه (فبرورۍ ۶) اعلان وکړ چې په یمن کې یې د القاعده ډلې مشر قاسم الریمي په هوايي برید کې وژلی دی.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې پر اساس دا برید د ولسمشر دونالد ټرمپ په لارښونه تیره اونۍ شوی. د امریکا د دفاع وزارت د الریمي د وژل کیدو د وخت او ځای په هکله تراوسه څه ویلي نه دي.

قاسم الریمي په عرب ټاپو وزمه کې د القاعده ډلې بنسټ ایښودونکی او ددغې ډلې د مشر ایمن الظواهري مرستیال و. قاسم الریمي په ۱۹۹۰ لسیزه کې القاعده ډلې سره یو ځای شوی و، چې امریکا پرې لس میلیون ډالر انعام اېښی و.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وايي چې الریمي په یمن کې د ملکي وګړو پر وړاندې په تاوتریخوالي او په امریکايي ځواکونو باندې په بریدونو کې لاس درلود.

اعلامیه وايي "د الریمي په وژلو سره به القاعده په عرب ټاپو وزمه او نړۍ کې لا کمزورې شي او دا مو د هغو ګواښونو له منځه وړلو ته نږدې کوي چې ددغې ډلې لخوا زموږ ملي امنیت ته پیښ دي. "

الریمي په داسې وخت کې وژل شوی چې په تیرې جنورۍ میاشت کې د ولسمشر ټرمپ د امر په اساس د ایران د سپاه پاسدارن قدس ډلې مشر قاسم سلیماني په عراق کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول چې ایران په دې کار سخت غبرګون وښود.

الریمي د ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې له لومړيو ورځو راهیسې امریکا لپاره یو هدف وو.

په ۲۰۱۵ کال کې په یو هوايي برید کې د ناصر الوحیشي تر وژل کیدو وروسته قاسم الریمي په عرب ټاپو وزمه کې د القاعده ډلې مشر شو.

الریمي د خپلې مشرۍ په لومړۍ ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې خپلو پلویانو ته ویلي وو چې پر امریکا خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

دغې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې د فرانسې د چارلي ابدو مجلې پر دفتر د برید مسولیت هم په غاړه اخیستی وو چې پکې دولس کسان وژل شوي وو.

په ۲۰۱۷ کال کې امریکايي ځواکونو په یمن کې ۱۳۱، په ۲۰۱۸ کال کې ۳۶ او د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې یې شپږ هوايي بریدونه کړې دي چې ډیری یې د القاعده ډله په نښه کړې ده.

XS
SM
MD
LG