د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: عسکرو دپاته کیدو لپاره موافقې ته اړتیا شته


ولسمشر اوباما د اسوشیټډ پرس سره په مرکې کې د افغانستان نه د عسکرو د وتلو په اړه هم څرګندونې کړې دي
ولسمشر اوباما د اسوشیټډ پرس سره په مرکې کې د افغانستان نه د عسکرو د وتلو په اړه هم څرګندونې کړې دي
ولسمشر اوباما وايي غواړي د ۲۰۱۴ کال ورسته یو شمیر عسکر په افغانستان کې پریږدي، خو د امریکا او افغانستان ترمنځ موافقې ته اړتیا شته.

ښاغلي اوباما دغه خبره د اسوشیټډ پرس د خبرې آژانس سره په مرکې کې کړې ده. هغه همداراز د ایران د اټومي پروګرام او د امریکا د حکومتي لګښتونو په اړه د اختلافاتو په اړه هم څرګندونې کړې دي.

ولسمشر اوباما وویل چې غواړي په دې غور وکړي چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته، یو شمیر عسکر په افغانستان کې پریږدي خو هغه وویل چې د دغه کار لپاره د افغانستان سره موافقې ته ضرورت شته.

هغه دا خبره هم کړې ده چې که چیري موافقه و نه شي نو دی مشکل نه لري چې ټول امریکايي عسکر د افغانستان نه وباسي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل: «څه چې ما ویلي دي هغه دا دې چې، په حقیقت کې، که د افغانستان حکومت علاقه ولري او لیوال وي چې زموږ سره د ګډ کار له لارې همکاري وکړي، ترڅو زموږ او د نور ایتلافي ملکونو ځواکونه خوندي وي، نو موږ به د ۲۰۱۴ کال نه ورسته، د روزنې او مشورې په ماموریت باندې غور وکړو. البته، دغه به تر ډیره حده د هغه څه نه چې موږ یې اوس کوو کم وي.»

د ایران آټومي پروګرام

ولسمشر اوباما د ایران په اړه وویل چې د ولسمشر روحاني خپل دریځ روښانه کړی چې غواړي د نړۍ سره مناسبات ښه کړي.

ښاغلي اوباما وویل چې تر اوسه چې ولسمشر روحاني څه ویلي دي هغه درست دي. خو هغه دا هم وویل چې پوښتنه دا ده چې آیا د ایران ولسمشر د خپلو خبرو د عملي کولو توان لري؟

اوباما وویل: «په هغه رقم چې د ایران سیستم کار کوي، هغه یوازنی څوک نه دی چې تصمیم نیسي. هغه حتا اخري تصمیم نیونکی لا نه دی.»

د هغه اشاره دې ته وه چې په ایران کې د دغه هیواد مذهبي مشر، ایت الله خامنه ای هغه څوک دی چې په چارو کنټرول لري.

ولسمشر اوباما اوس د ایران د اټومي پروګرام د موضوع د حلولو لپاره دیپلوماتیکي هڅې پیل کړي دي. تیره اوونۍ، هغه د ایران د ولسمشر روحاني سره په ټلفون خبرې وکړي. چې دغه په تیرو ۳۰ کلنو کې لومړی ځل و چې د دواړو هیوادونو مشرانو خبرې کړې دي.

ولسمشر اوباما وویل چې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره، ایران یو کال یا تر یو کال نه ډیرې مودې ته اړتیا لري.

ښاغلي اوباما وویل: «زموږ ارزونه ښيي چې [ایران] تر یو کال یا تر یو کال ډیرې مودې ته اړتیا لري. او په حقیقت کې، زموږ ارزونه د اسراییلو د استخباراتو تر هغې دقیقه ده.»

اسراییلو ویلي دي چې په څو میاشتو کې به ایران په دې قادره شي چې اټومي وسلې جوړې کړي.

د امریکا دننه اختلافات

په امریکا کې د بودجې په سر د اختلافاتو په اړه، ولسمشر اوباما وویل چې تمه نه لري چې کانګرس دې د امریکا د حکومتي پورونو د حد د ډیرولو په اړه مهالویش نقض کړي.

ولسمشر اوباما یو ځل بیا دا خبره کړې ده چې د صحي پروګرام په اړه خبرواترو ته لیوال دی خو هغه دا خبره هم وکړه چې تر څو چې کانګرس حکومتي ادارې بیرته خلاصي نه کړي او د پورونو د حد په اړه لایحه تصویب نه کړي نو په صحي پرورګرام به خبرې و نه کړي.

اوباما وویل چې پرته له کوم شرط نه دامریکا په ولسي جرګې کې اکثریت غړي غواړي چې د حکومت ځینې ادارې چې بندلې دي خلاصي کړي او د امریکا د پور اخیستنې اندازه زیاته کړي.

د امریکا د حکومت پورونه به د روانې عیسوي میاشتې په نیمايي کې ۱۶.۷ ټرلیونه ډالره شي. که چیري کانګرس د پورونه د حد په اړه موافقې ته و نه رسیږي نو دا به لومړی ځل وي چې امریکا د خپلو پورونو په ورکړه کې پاته راځي.
XS
SM
MD
LG