د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پولیسو په یوې اونۍ کې دوه کسان اسلام ته د سپکاوي په تور وژلي


د پاکستان د سند په ایالت کې پولیسو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (سنبله۲۹) یو ډاکټر اسلام ته د سپکاوي په تور وواژه.

دا په یوې اونۍ کې د محکمې له حکم پرته اسلام ته د سپکاوي په تور د وژنې دویمه پېښه ده. لومړۍ پېښه یې څو ورځې مخکې په بلوچستان کې وشوه چې یو پولیس په زندان کې یو تورن کس په مرمیو ووېشت او وواژه.

تازه وژل شوی کس، چې مسلمان دی، ډاکټر شاه نواز نومېږي او په سند کې د عمرکوټ په عمومي روغتون کې یې دنده لرله. هغه د سه شنبې په ورځ د خلکو له شکایت وروسته له دندې څخه وشړل شو.

خلکو شکایت کاوه چې هغه د اسلام پیغمبر ته سپکې سپورې ویلې او په خپل فیسبوک کې یې اسلام ته د سپکاوي پوستونه کړي. شاه نواز دا تورونه رد کړي وو او ویلي وو چې د فیسبوک دغه پاڼه د هغه نه ده.

د هغه په ضد پولیسو ته شکایت شوی و او د مذهبي ګوندونو فعالانو د هغه سمدستي نیول کېدو غوښتنه کړې وه.

په سیمه کې یو پولیس افسر نیاز خوسو تور ولګوه چې نواز او ورسره یو بل «وسله وال» په موټر سایکل کې تښتېدل او د پولیسو د تالاشۍ په پوستې کې ونه درېدل او د هغه په ادعا په پولیسو یې ډزې وکړې. نیاز خوسو وايي چې د پولیسو په ډزو کې بیا نواز شاه ووژل شو.

په پاکستان کې منتقدین په فساد کې د پولیسو ښکیلتیا او سیاسي انګیزو ته په کتو د مقاماتو دا ډول ادعاوې ردوي او وايي چې پولیس مخکې هم په دا ډول پېښې کې ویلي دي چې تورنو کسانو پرې ډزې کړې دي.

تېره اونۍ د بلوچستان د کویټې په ښار کې یو بل پولیس افسر په زندان کې د ننه اسلام ته د سپکاوي په تور د یو هوټل ۵۲ کلن مالک عبدالعلي ووېشت او ویې واژه. هغه هم تورن و چې په ټولنیزو رسنیو کې یې اسلام ته د سپکاوي څرګندونې کړې وې.

د پولیسو په توقیق کې د هغه وژنې انتقادونه پارولي او عدالت ته د بریدګر پولیس د کشولو غوښتنې شوې وې.

د چهاشنبې په ورځ د محمد علي کورنۍ او د قوم یو مشر په خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې قاتل یې د «خدای د رضا لپاره» بخښلی دی او هېڅ ډول تور پرې نه لګوي. یو قومي مشر خو دا خبره هم وکړه چې قوم محمد علي عق کړی دی، ځکه چې هغه اسلام ته سپکاوی کړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د محکمې «له حکم پرته» د تورن نواز شاه او محمد علي په وژنې خواشینی دی. دغه کمېسیون ویلي‌ دي چې د «اسلام ته د سپکاوي پېښې،‌ چې د ادعا له مخې پولیس هم په کې دخېل دي، یو هېښوونکی بهیر» ګرځېدلی دی. د بشري حقونو کمېسیون له مقاماتو څخه غوښتي‌ دي چې په عمرکوټ کې د ډاکټر نواز شاه د قتل په اړه خپلواکې پلټنې وکړې او معلومه کړې چې مسئول څوک دی.

په پاکستان کې اسلام ته سپکاوی یوه لویه مسئله ده چې ډېر کله تورن کسان د خلکو له لوري‌ د محکمې له پرېکړې پرته وژل شوي دي. په پاکستان کې اسلام ته د نه سپکاوي قانون په اساس اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي سزا مرګ دی، خو لا په دې اړه یو کس هم په رسمي ډول محاکمه او اعدام شوی نه دی.

په متحدو ایالتونو کې مېشتې یوې ادارې «کلوني فاونډېشن» ویلي دي چې په پاکستان کې اسلام ته د نه سپکاوي قانون څخه ناوړه استفاده کېږي او اسلام ته د سپکاوي په تور اکثریت کسان په بې اساسه تورونو تورن شوي دي.

د جون په میاشت کې یو ۷۳ کلن مسیحی اسلام ته د سپکاوي په تور د خلکو له لوري ووهل شو چې بیا وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. د جون په میاشت کې یو بل کس د خیبرپښتونخوا د سوات په سیمه کې قران ته د سپکاوي په تور د خلکو له لوري ووژل شو.

په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي په تور سلګونه کسان بندیان دي او د مذهبي ډلو له لوري د غچ اخیستو له ډاره زندانونوکې ساتل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG