د لاس رسي وړ اتصالات

مشورتي لویه جرګه د عقرب په پای کې جوړیږي


 صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې دکمیسیون مشر
صبغت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې دکمیسیون مشر

له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاوو د مشورتي لويې جرګې د تیاریو کمیسیون وايي، دا لویه جرګه به په راتلونکي یوه میاشت کې یا د عقرب په وروستیو ورځو اووه ویشتمه یا اته ویشتمه نېټه په کابل کې دایره شي او د امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان امنیتي تړون به تر بحث لاندې ونیسي او خپلې مشورې به افغان دولت ته ورکړي.

د امنیتي تړون د مشورتي لويې جرګې د تیاري کمیسیون یو دېرش غړو چې مشري یې پخوانی جمهور رئيس حضرت صبغت الله مجددي کوي، د شنبې په ورځ خپله لومړنۍ ناسته وکړه او ددغې جرګې د دایرولو طرز العمل یې تصویب کړ.

د لويې جرګې د طرز العمل د تصویب ترڅنګ یې د تیاري د کمیسیون دوه مرستیالان او ویندوی هم وټاکه.

د ولسمشر سلاکار اود حج او اوقافو پخوانی وزیر نعمت الله شهراني د لويې جرګې د تیاري د کمیسیون د لومړی مرستیال او پخوانی سناتور سید حامد ګیلاني د دوهم مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

د جرګې د تیاري کمیسیون عبدالخالق حسیني پشه يی د ویاند په توګه ټاکلی دی.

ددې جرګې د تیاري کمیسیون د دارالانشاء مشر صادق مدبر خبریالانو ته وویل، کمیسیون په لویه جرګه کې د درې زره غړو ونډې اخېستو ته تیاري لري او دا درې زره غړي به د شپاړسو کټګوریو نه تشکیلیږي، هغه وویل چې د پارلمان دواړه مجلسین، ولایتي شوراګانې، مدني ټولنې، د معیبینو استازي، مطرحې ښځې، د پوهنتونونو استادان او مختلف اشخاص به پدغه لویه جرګه کې سهم ولري.

ښاغلي مدبر وویل، جرګه اصلا د څلورو ورځو لپاره دوی په پام کې نېولې خو که په مواردو بحثونه زیات او ګرم شي او زیاتو ورځو ته وغځیږي دوی به ورته تیاري ولري.

ښاغلي صادق مدبر وویل :

"ددې لویې جرګې هدف له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په سر بحث دی، دا جرګه به په ټولو هغو مواردو چې پدغه تړون کې راغلي په مشخصو کمېټو کې بحثونه وشي، او بیا به عمومي تالار ته وړاندې شي، ددې جرګې مشورې به له جمهور رئيس سره شرېکې شي."

ښاغلي مدبر وویل، چې پدغه جرګه کې یوازې د امریکا سره د امنیتي تړون موضوع تر بحث لاندې نېول کیږي او بله هیڅ اجنډا په نظر کې نشته، ځېنې داسې ویل کیږي چې ګواکې د ټاکنو موضوع هم پدغه جرګه کې مطرح شي خو مدبر داسې موضوعات درواغ وګڼل.

ښاغلي مدبر وویل، د لويې جرګې په ترتیباتو یې کار پیل کړی او د دایرولو لګښت یې د جمهور رئیس د یو نوي اووم کوډ له خوا ورکول کیږي، هغه وویل چې د امریکا په شمول له هیڅ بهرني هیواد یې د جرګې د دایرولو لګښت ندی اخېستی.

مدبر وویل، که طالبان او حزب اسلامي هم دغه جرګه ومني او وغواړي چې پکې اشتراک وکړي نو دوی ورسره ستونزه نه لري.

بل لورته د لويې جرګې د تیاري کمیسیون مشر حضرت صبغت الله مجددي د کمیسیون په غونډه کې وویل، چې دی ددې جرګې د دایرولو مخالف وو ولې د یو لړ فشارونو په اساس یې د جرګې دایرېدل منلي دي.

ښاغلي مجددي وویل :

"ما رئيس صاحب جمهور ته وویل چې دې جرګې ته هیڅ اړتیا نشته، ځکه امنیتي تړون د ستراتیژيک تړون برخه وه چې په تیره لویه جرګې پرې بحث شوی او اختیارات یې تاسې ته درکړي دي، تاسې کولای شئ دا لاسلیک کړئ، که مشکل لرئ امریکا سره یې حل کړئ، تر اخره طرفداره نه وم، په وروستیو ورځو کې منلی دی."

دوه کاله وړاندې افغان جمهور رئيس هم دودیزه لویه جرګه راغوښتې وه چې په هغه کې د امریکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په سر بحثونه شوي وو او هلته هم افغان دولت ته د جرګې د دوه زره او پنځه سوه غړو له لورې مشورې ورکړل شوې وې.

XS
SM
MD
LG