د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ایران د همکارۍ پر تړون موافقه وکړه


د افغانستان ولسمشر د یکشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر سره په تهران کې ولیدل.
د افغانستان ولسمشر د یکشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر سره په تهران کې ولیدل.
د افغانستان حکومت وايي چې د افغانستان او ایران حکومتونو د اوږد مهالې همکارۍ او دوستۍ پر تړون موافقه وکړه.

د ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي چې د یکشنبې په ورځ، ولسمشر کرزي د ایران د ولسمشر روحاني او نورو ایراني چارواکو سره وکتل او د افغانستان او ایران ترمنځ یې «د اوږدمهالې دوستۍ او همکارۍ د پيمان پر تنظیم او لاسلیک هوکړه وکړه.»

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د رایټرز خبرې آژانس ته ویلي دي چې افغانستان او ایران په دې موافقه کړې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د دوستۍ او همکارۍ تړون کیږي.
ښاغلي فیضي دا خبره هم کړې ده چې د ایران سره تړون په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې همکارۍ په بر کې نیسي.

د ارګ نه په خپرې شوې خبرپانې کې دا هم راغلي دي چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته دنده سپارل شوې ده چې د تړون په متن باندې کار وکړي.

همداراز په خبرپانې کې ویل شوي دي چې ولسمشر کرزي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سره د همکاریو د پراختیا، د ترانزیتي مسایلو، افغانانو ته د ویزو د ورکولو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه هم خبرې وشوي.


ولسمشر حامد کرزی داسې وخت ایران ته سفر کړی دی چې د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل کابل ته سفر کړی و. ښاغلي هیګل وویل چې د دفاع وزیر بسم الله محمدي ورته ویلي دي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ به امنیتي تړون پخپل وخت لاسلیک شي.

خو ولسمشر کرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو نه ډډه کړې ده. د دغه تړون په اساس به د ۲۰۱۴ کال نه ورسته په افغانستان کې امریکايي عسکر پاته شي.

د ایران حکومت ویلي دي چې د ولسمشر کرزي د موقف نه ملاټر کوي. ایران د افغانستان نه غوښتنه کړې ده چې پشنهاد شوی تړون دې نه لاسلیکوي او د افغانستان او امریکا ترمنځ یې د امنیتي تړون سره مخالفت ښودلی دی.

افغان حکومت تل ویلي دي چې د امریکا سره د یو نږدې متحد په توګه د اړیکو تر څنګ یې د تېرو دوولسو کلونو په موده کې له ایران سره هم ښې اړېکې ساتلې دي.

XS
SM
MD
LG