د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا برادر خلاصون د امریکا تا‌ئید غواړي


د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي
د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي
افغان حکومت وایي چې ملاعبدالغني برادر اوس هم په پاکستان کې تر سخت نظارت لاندی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل چې پاکستان حکومت د افغانستان د پرله پسې غوښتونو وروسته ملا برادر له بنده ازاد کړه خو هغه لا اوس هم د کلکې څارنې لاندې ژوندتیروي.

ایمل فیضي وویل:

؛؛اوس هم ملابرادر د ډیر کلک او جدي نظارت لاندې دی ؛؛

ایمل فیضي وویل چي کابل ته د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د وروستني سفر په وخت افغان چارواکو سره په خبروکې د هغه نه د ملابرادر بشپړ خلاصون غوښتنه وشوه چې پاکستاني لوري په ځواب وویل چې ملابرادر د امریکا او پاکستان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی نو د خلاصون لپاره یې د امریکا هوکړه هم ضروري ده.

ایمل فیضي وویل:

؛؛ مونږ همیشه د پاکستان او د امریکا نه غوښتي دي چې د ملا برادر په خوشې کیدلو کې افغانستان سره مرسته وکړي تر څو ملا برادر پخپله ازاد شي او دغه تصمیم ونیسې چې بیرته غواړي افغانستان ته خپل وطن راستون شي او که یا هم کوم دریم هیواد ته ولاړشي؛؛

ملاعبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی وو، رپوټونه وایي چې د ملابرادر په نیولو کې د امریکا د اطلاعاتو اداره سي آی اې هم شامله وه.

خو امریکایي چارواکو تراوسه د ملابرادر په نیولو کې د سي آی اې لاس لرل ندي تایید کړي او ویلې دي چې امریکا د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

نږدې څلور میاشتې مخکې پاکستاني چارواکو له بنده د ملاعبدالغني برادر د خوشې کیدلو خبر ورکړه او ددې میاشتې په سرکې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی هم د هغه سره وکتل خو ددغې کتنې په باب ډیر جزیات رسنیو سره نه دي شریک شوي.

د افغانستان د جمهور رییس ویاند د دوشنبې په ورځ امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په دغه مرکه کې د جمهور ریس حامد کرزي له خوا د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون د نه لاسلیک د شرطونو په باب وویل چې افغانستان لا هم پدغو شرطونو د امریکا سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

ایمل فیضي وویل چي د امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک دمخه په کار دي چې د امریکا په مرسته د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
XS
SM
MD
LG