د بنګلهدیش موقت مشر او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۷) وویل چې حکومت یې هڅه کوي ترڅو هند د بنګلهدیش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه ورته وسپاري.
شیخ حسینې په بنګلهدیش کې د څوو اونیو مرګوني اعتراضونو وروسته د اګست په پنځمه واک خوشې کړ او هند ته وتښتېدله. محمد یونس د اګست په اتمه د بنګلهدیش د موقت مشر په توګه واک ترلاسه کړ او شیخ حسینه تر اوسه په هند کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.
محمد یونس د بنګلهدیش د موقت حکومت د ۱۰۰ ورځو لاس ته راوړنو په اړه په یوې تلویزیوني وینا کې وویل هغو کسانو ته د سزا ورکولو لپاره هڅې روانې دي چې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال یې په وژنو کې لاس درلود.
د بنګلهدیش د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د جولای او اګست په میاشتو کې د محصلینو د اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان ووژل شول چې ۴۰۰ یې محصلین و.
محمد یونس وویل چې پر دې سربېره به د شیخ حسینه د واکمنۍ پر مهال له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د جبري ورکېدو قضیې هم وڅیړل شي.
د محمد یونس موقت حکومت له هند څخه بنګلهدیش ته د شیخ حسینې د بېرته ستنولو لپاره له نړیوالو پولیسو څخه مرسته غوښتې او د نوموړې او د هغې د ملګرو د نیولو غوښتنه یې کړې.
یونس وویل: "موږ به شیخ حسینه، دغه ګوښه شوې دیکتاتوره له هند څخه بېرته راستنه کړو. په دې اړه مې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال کریم خان سره خبرې کړې دي."
که څه هم شیخ حسینه او نږدې ملګري یې په بنګلهدیش کې په څوو جنايي پېښو کې تورن دي، خو د یونس په مشرۍ حکومت د جرمونو په نړیوالې محکمې فشار راولي ترڅو دا قضیې وڅیړي.
یونس وویل چې د هغه د حکومت تر ټولو مهم کار د انتخاباتو ترسره کول دي ترڅو واک یو منتخب حکومت ته وسپارل شي، خو هغه د انتخاباتو لپاره مشخصه نېټه وړاندې نکړه. یونس وویل چې له انتخاباتو څخه وړاندې به د هغه حکومت د انتخاباتي نظام په ګډون په مختلفو برخو کې اصلاحات راولي.
د بنګلهدیش موقت مشر ژمنه وکړه چې په انتخاباتي نظام کې له اصلاحاتو څخه وروسته به انتخاباتو د ترسره کولو لپاره زمینه برابره شي.
فورم \ دبحث خونه