د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سره په سرحد کي د ملي اردو پر مرکز برید شوی


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د دفاع وزارت د کنړ په ولایت کې د خپلوعسکرو وژل کیدل تاید کړي دي ، خو وايي چې د کورنیو او بهرنیو مخالفو وسلوالو سره په دغه برید کې بهرنیوو مرسته کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د یکشنبې په سهار په څلورو بجو کورنیو او بهرنیو مخالفو وسلوالو د بهرنیو په ملاتړ د کنړ د ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه مرکز برید کړی چې له امله یې افغان ځواکونو ته د سرزیان رسېدلی دی.

د کنړ د ولایت د والي ویاند محمد غني مصمم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغه برید کې د ملي اردو ۱۹ عسکر وژل شوي دي.

همداشان مصمم وایي چې مخالفو وسلوالو د ملي اردو ۷ تنه عسکر هم له ځان سره بیولي دي.

مصمم وایي چې مخالفو وسلوالو پدغه برید کې د درنو وسلو نه هم کار اخیستی دی .

طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې په دغه څو ساعته برید کې د ملي اردو په دغه مرکزکې د درنو او سپکو وسلو په ګډون ټول وسایل د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

مخالفو وسلوالو پاکستان سره د افغانستان په سرحد کې د ملي اردو پدغه مرکز دا برید په داسې حال کې کړی چې تیره هفته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو له خوا د ۲۳ پاکستاني عسکرو د وژل کیدلو په پیښه کي د افغان جکومت نه د وضاحت غوښتنه کړې وه .

خو افغان حکومت د پاکستان دا ادعاوې ناسمې بللي دي.
XS
SM
MD
LG