د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ په سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې منډې فیصل شینوزاده وکړې. هغه په ۱۱۳ توپونو باندې د ۱۲۳ منډو کولو وروسته وسوځېد.
د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې منډې فیصل شینوزاده وکړې. هغه په ۱۱۳ توپونو باندې د ۱۲۳ منډو کولو وروسته وسوځېد.

د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډلې جمعه نومبر ۱۵ (لړم ۲۵) په یوه ۵۰ اوریزه لوبه کې د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د درې اړخیز ټورنمنټ برخه وه چې په دوبۍ کې دوام لري.

افغانستان د نننۍ لوبې د پچې له بایللو وروسته د لومړي توپ وهلو فرصت ترلاسه کړ او مقابل لورې ته یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د پاکستان د لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۷ اورونو کې د یوازې ۲۰۶ منډو کولو وروسته وسوځېدل او لوبه یې وبایلله.

د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې منډې فیصل شینوزاده وکړې. هغه په ۱۱۳ توپونو باندې د ۱۲۳ منډو کولو وروسته وسوځېد.

د افغانستان د لوبډلې کپتان او پرانیستونکی توپ وهونکي محبوب خان د ۵۴ منډو کولو وروسته د منډې پر مهال وسوځېد. بل توپ وهونکي برکت ابراهیمزي په ۲۹ توپونو ۳۶ منډې وکړې.

د افغانستان توپ اچوونکي نصیرخان معروف‌خیل د پاکستان څلور لوبغاړي وسوځول. نورو افغان توپ اچوونکو الله محمد غضنفر، نورستاني عمرزي او عزیرالله نیازي هم د مقابل لوري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان لپاره ترټولو زیاتې ۱۰۲ منډې عثمان خان وکړې. کپتان سعد بېګ په ۴۸ توپونو د ۳۶ منډو کولو وروسته وسوځېد او بل هیڅ لوبغاړی یې و نه توانېد چې له ۱۹ زیاتې منډې کړي.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې محمد احمد د افغانستان پنځه لوبغاړي وسوځول.

دا د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو د سیریز دوهمه لوبه وه. په لومړۍ لوبه کې د چهارشنبې په ورځ پاکستان کوربه متحده عربي اماراتو ته د ۱۰ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د افغانستان بله لوبه د دوشنبې په ورخ د متحده عربي اماراتو سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG