په هرات کې د امریکا قونسلګرۍ وایي، د دوی په موټر باندې په ډزو کې د قونسلګرۍ دوه کارکوونکي ټپیان شوي دي.
په هرات کې د امریکا قونسلګرۍ د پېښې په اړوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغې قونسلګرۍ دوه کارکوونکي چې په موټر کې ناست وو، ټپي شوي او د درملنې لپاره په هرات کې د هسپانویانو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هرات ولایت د امنیت امر مل پاسوال محمد نادر فهیمي امریکا غږ ته ویلي چې پېښه د چهارشنبې په سهار په نهو بجو هغه مهال شوې، چې د امریکا د قونسلګرۍ موټر په لویه لاره هوایي ډګر ته روان و او د انجیل ولسوالۍ د هندوانو په سیمه کې په موټر سایکل سپورو وسله والو پرې ډزې وکړې.
د امریکا قونسلګرۍ ویلي، چې له افغان امنیتي چارواکو سره یوځای ددې پېښې څېړنه کوي.
ښاغلي فهیمي بیا ویلي، چې پدغه پېښه کې د امریکا د قونسلګرۍ موټر هم تخریب شوی دی.
د تېر جمعې په ورځ په هرات کې د هند په قونسلګرۍ له برید وروسته دا دوهم برید دی، چې په دغه ښار کې په میشتو بهرنیو دپلوماتانو کیږي.
لا هم چا ددې پېښې مسؤلیت په غاړه ندی اخېستې، خو د جمعې د ورځې د هند په قونسلګرۍ د برید په تړاوو ولسمشر حامد کرزي په هند کې هندي رسنیو ته ویلي، چې برید په پاکستان کې میشت سخت درېځې ډلې لشکر طیبه کړی وو.