د ټاکنو په دوهم پړاو کې د رایې ورکوونکو د امنیت ساتلو لپاره د یکشنبې په ورځ افغان پوځي تعلیمي مرکز د ملي اردو ۳۰۰۰ سرتیري فارغ کړل.
د نظامي تعلیمي مرکز چارواکو پدغه مرکز کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وویل، چې د ملي اردو دا تازه دمي او نوي روزل شوي، سرتیري د درېیو میاشتو په دننه کې روزل شوي دي.
د نظامي مرکز دغو چارواکو وویل، چې د ټاکنو د امنیت ساتلو له دندې وروسته به د دوو کنډکونو درې زره سرتیري په عادي ډول له نورو مسلکي زده کړو وروسته د ملي اردو لیکو کې ځای په ځای شي.
د ملي دفاع وزارت د ښوونې او پرسونل مرستیال باز محمد جوهري، وویل دوی ته دنده سپارل شوې وه، چې د ټاکنو له دوهم پړاوو مخکې دوه کنډکه تازه وروزل شي او محاربوي لیکو ته واستول شي، چې د هغه په اند دا کار یې په بریالیتوب سره ترسره کړ.
ښاغلي جوهري د ملي اردو درې زره سرتیرو ته وویل "د ټاکنو په دوهم پړاوو کې دوی تازه دمې سرتیري دي، که دښمن تازه دمي ځواکونه فعال کړي دي، مونږ له دې ځای نه د هغوی په مقابل کې خپل تازه دمي عساکر لېږو."
بل لورته د نظامي تعلیمي مرکز قومندان جنرال امین الله پتیاني بیا وویل، ددغه مرکز روزنه، پلان جوړونه او ټول روزنیز فعالیتونه د افغانانو له خوا پرمخ وړل کیږي او بهرني روزونکي ورسره نشته.
هغه وویل، ددغه مرکز چارې اوس د افغانانو په لاس کې دي.
په فارغ شویو کې دوه ښځینه سرتیرې هم شاملې وې، دوهمې بریدمنې برېښنا وویل، دا ډېره خوښه ده چې د ملي اردو په لیکو کې ده او خوښه ده چې د ملي اردو په عملیاتو کې برخه واخلي.
آغلې برېښنا وویل "همداسې چې زمونږ وروڼه د اردو په لیکو کې خدمت کوي زه هم غواړم خدمت وکړم."
د ملي اردو د نظامي تعلیمي مرکز ددغو دوو کنډکونو د فراغت سره د ټولو فارغو کنډکونو شمېر له دوه سوو نه واوښت.