په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم وايي، له ګوانټنامو نه د طالبانو د پنځو زندانیانو د خوشې کولو او افغانستان ته د سپارلو په سر له افغان حکومت سره له مخکې تفاهم نه وو شوی، بلکې دا پنځه طالب زندانیان د قطر د حکومت په منځګړیتوب د امریکايي عسکر په بدل کې خوشې شوي دي او دوحه ته بیول شوي دي.
ښاغلي کننګهم وویل، چې دا خوشې شوي طالب مشران د امریکا او افغانستان لپاره تهدید نه دي، بلکې په قطر کې د فعالیتونو د محدودیت په شرط خوشې شوي دي.
ښاغلي کننګهم په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په قطر کې د طالبانو دفتر تړلی خو دی لا هم نه پوهیږي، چې ایا پدغه هیواد کې د طالبانو استازي شته او کنه.
هغه وویل، ددغو طالبانو د خوشې کولو په سر خبرې له کلونو روانې وې، او افغان حکومت یې له دغو خبرو خبر کړی دی.
ښاغلي کننګهم زیاته کړه "زه نه غواړم په هغو جزئياتو وغږېږم، چې مونږ د قطر له حکومت سره د زندانیانو په تړاوو ترسره کړي دي، مونږ احساس کوو، چې مؤثر تدابیر نیول شوي، چې د دوی فعالیتونه به محدود وي او امریکا ته به تهدید نه وي. دا چې ولې قطر ته لیږل شوي او افغانستان ته ندي لیږل شوي، دا کلونو راهېسې د مذاکرو په چوکاټ کې وو."
هغه وویل، دا چې د دغو طالبانو فعالیتونه به محدود وي او امریکا ته ګواښ ندي، نو څنګه به په افغانستان اغیز وکړي.
د پاکستان بریدونه
د امریکا سفیر، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په تړاو وویل، چې امریکا ددې مسئلې د هوارولو لپاره له پخوا څخه ښکېله ده او له خپلو لارو یې هڅې کړې دي.
ښاغلي کننګهم وویل، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې د امنیت په اړه یو لړ مسائل شته او دواړه هیوادونه باید د ډیپلوماټیکو او نظامي مشرانو له لارې هڅه وکړي، چې دا مسئله په خبرو هواره کړي.
هغه وویل امریکا د پاکستان له لوري پر افغانستان باندې د بریدونو نه هیڅ ملاتړ نه کوي.
تېره ورځ د افغانستان د وزیرانو شورا پدې مسئله کې د امریکا غلي پاتې کېدل د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک سند په تضاد ګڼلي وو، خو سفیر کننګهم پدې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پدغه سند کې امریکا نده متعهده شوې چې امریکايي ځواکونه دې د تهدید په حالت کې کوم ځانګړی عمل وښيي، بلکې په سند کې راغلي چې د افغانستان امنیت او ثبات مهم دی او که تهدید رامنځ ته کیږي، د افغانستان حکومت سره به د ځواب ویلو په تړاو سلا مشوره او مرسته کیږي.
د اوباما اعلان
د امریکا سفیر جیمز کننګهم د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ددغه اعلان په هکله چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کې پرېږدي، وویل، چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې به د امریکا د پوځیانو شمېر نیمايي ته راټيټ شي او په کابل او بګرام کې به میشت وي.
خو په ۲۰۱۷ کال کې به د امریکايي عساکرو شمېر د امریکا په سفارت کې محدود وي او دلته به د امنیتي همکاریو په دفتر کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د ژورو او جدي همکاریو مسؤلیت په غاړه ولري.