د لاس رسي وړ اتصالات

امین ارسلا د اشرف غني او ولي مسعود د عبدالله ملاتړ وکړ


ارشیف
ارشیف
د جمهوري ریاست د لومړي پړاو نوماند هدایت امین ارسلا، له اشرف غني احمدزي او احمد ولي مسعود له عبدالله عبدالله ملاتړ څرګند کړ.

هدایت امین ارسلا، د ټاکنو په لومړي پړاو کې کاندید و، چې په ټاکنو کې یې له نورو ټولو کاندیدانو لږې رايې وړې وې. د دوشنبې په ورځ ښاغلی ارسلا له خپلو دواړو مرستیالانو سره د ټاکنو د دوهم پړاو له کاندید اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلي ارسلا وویل، د دوهم پړاو ټاکنې به شفافې وي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې په ټاکنو کې د حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د بې طرفه پاتې کېدو په تړاو د ولسمشرۍ فرمان دې عملي شي.

ښاغلي احمدزي په خپل سیال عبدالله عبدالله غږ وکړ، چې لاس دې ورکړي او د ناپاکو رايي او درغلیو مخه دې ونیسي.

بل لورته د احمدشاه مسعود بنسټ چې مشرۍ یې احمد ولي مسعود کوي خپل ملاتړ د ټاکنو د دوهم پړاو له نوماند عبدالله عبدالله څخه اعلان کړ.

ښاغلي عبدالله وویل، چې حکومتي چارواکي دې په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي او ترڅنګ دې د ناپاکو رائيو مخه ونیول شي.

ښاغلي عبدالله که څه هم ظاهرا د کوم کاندید نوم وانخیست ولې وې ویل هغه کسان چې خلک په قومي پارونو ټاکنو کې د دوی په ګټه رايي ورکولو ته هڅوي دده په ویناء په خپل مسؤلیت نه پوهیږي.

ښاغلي عبدالله وویل، ټاکنیز ټکټ یې قومي ټکټ ندی بلکې ملي ټکټ دی.

د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود په داسې حال کې له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ کوي، چې د هغه بل ورور احمدضياء مسعود د ښاغلي احمدزي ملاتړ څخه ملاتړ اعلان کړی دی او د اشرف غني د ټیم مهم غړی گڼل کیږي.
XS
SM
MD
LG