په کندهار کې افغان امنیتي چارواکي وایي چې د افغان ځانګړو ځواکونو دغه پوځي عملیات د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې تر سره شوي .
په سویل کې د ۲۰۵ اتل قوال اوردو مطبوعاتي مسئول ډګرمن محمد محسن سلطاني امریکا غږ ته وويل چي په وژل شویو کسانو کې د مخالفو وسله والو سرګروپ هم شامل دی .
هغه زیاته کړه چي دغه پوځي عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي او افغان قواوو ته پکښې کوم زیان ندی رسېدلی .
ځنګل د شاه ولیکوټ ولسوالۍ هغه سیمه ده چي په ونو پوښل شوې او د زابل او کندهار په ګډون د اروزګان ولایت لپاره هم د دولت د وسله والو مخالفینو مهم پټن ځای بلل کیږي .
خپله وسله والو طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.
بل لورته د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، چې د کندهار ګاونډ د هلمند ولایت ته چې پدې وروستیو کې د وسله والو مخالفنیو خوځښتونه پکې زیات شوي، تازه سرتیري لېږلي دي.
د هلمند جګړه چې اته ورځې وړاندې د طالبانو له لورې د هلمند په سنګین کې پيل شوه، او بیا موسی کلا، نوزاد او کجکي ولسوالیو ته هم وغځېده د افغان ځواکونو لپاره یو آزمون و.
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویلي وو، چې د هلمند په شمالي څلورو ولسوالیو کې جګړه پای ته رسېدلې، تېره اوونۍ د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز ستر جنرال شیر محمد کریمي له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو، چې پدغو ولسوالیو کې بهرني طالبان هم لیدل شوي دي.
بل لورته په سیمه کې ملکي وګړو ته هم ژوبله پېښه شوې ده او د سیمې خلکو ویلي چې دوی ته ځای په ځای شویو ماینونو زیان اړولی دی.
ددې ترڅنګ د هلمند ددغو جګړه ځپلو ولسوالیو نه خلک د مرکز لښکرګاه خواته هم په کډو دي، ددې ولایت ولایتي چارواکو خو ویلي چې نېږدې ۳۰۰۰ د سنګین، موسی کلا او دوو نورو ولسوالیو کډوال ورغلي دي.
د هلمند د تېرو اتو ورځو دا جګړه د بهرنیانو له وتلو وروسته په جبهي ډول یوه لویو جګړو بلل کیږي او په ورته وخت کې امنیتي څېړونکي بیا دا جګړه د افغان ځواکونو لپاره ازمون ګڼي.