د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې د چاقو په برید کې اته تنه وژل شوي؛ ۱۷ نور ټپي شوي


آرشیف
آرشیف

په چین کې پولیس وایي د دې هیواد په ختیځ کې شنبه نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) په یو مسلکي ښوونځي کې د چاقو په برید کې لږ تر لږه اتنه تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپي شویدي.

پولیس وایي برید د همدې ښوونځي یو پخواني زده کوونکي کړی چې تر برید وروسته پولیسو نیولی او پوښتنې ترې کیږي.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې دا پیښه په سیمه ایز وخت شنبه ماښام د هنرونو او ټکنالوژۍ په مسلکي انسټیټوټ کې شویده.

پولیسو ویلي چې برید ګر د همدې ښوونځي یو پخوانی زده کوونکی و چې عمر یې ۲۱ کاله و او ټاکل شوې وه چې په روان میلادي کال کې فارغ شوی وی خو په آزموینو کې ناکام شوی و.

پولیسو ویلي چې مشکوک پخپل جرم اعتراف کړی.

په اعلامیې کې د بریدګر په هکله ویل شوي، "هغه د غصې څرګندولو لپاره بیرته ښوونځي ته راغلی و او دا قتلونه یې وکړل".

پولیسو ویلي چې د برید په هکله یې پلټنې لا روانې دي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې دا زده کوونکی ښایي په ښوونځي کې د ستاژ دورې پر مهال زده کوونکو ته د معاوضې ورکولو پر سر ناخوښ شوی وي.

په چین کې د تشدد داسې پیښې چې د چاقو څخه پکې کار اخیستل کیږي، معمولاً کیږي ځکه چې حکومت په وسلو جدي کنټرول لګولی خو داسې پیښیږي بیا ډیر لږ کیږي چې ډیر کسان پکې وژل کیږي.

په همدې روانې اوونۍ کې یو ۶۲ کلن سړي د ژوهي په ښار کې چې د چین په جنوب کې پروت دی، خلک په موټر ووهل او لږ تر لږه ۳۵ تنه یې ووژل او ۴۰ نور یې ټپي کړل.

په یوې بلې پیښې کې چې د تیرې اکټوبر په میاشت کې وشوه، یو سړی د شانګهای په ښار کې یو تن د چاقو په برید کې وواژه او درې نور یې ټپي کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG