د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار او لغمان ولایتونو د برښنا د جریان قطع کیدل


ارشیف
ارشیف

په لغمان ولايت کې دولتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو لغمان او ننګرهار ته د غځيدلې برېښنا مزي تير ماښام د بادپښ او سروبي ولسواليو تر منځ سيمه کې په مرميو ويشتي او برېښنا يې قطع کړې ده.

د چارواکو او ځایي اوسیدونکو په وینا د بریښنا د نشتوالي له امله خلک له ډیرو ستونزو سره مامخ شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک آشنا راډيو ته وويل چې تېرماښام د لغمان بادپښ او د کابل د سروبي ولسواليو ترمنځ د بادپښ مربوطاتو کې وسله والو ختيځ ته غځېدلې د برېښنا مزي په مرميو ويشتي دي.

ښاغلی ځواک وايي چې مزي د سيمه یيزو پوليسو د يو پخواني قوماندان له لوري پرې شوي چې اوسمهال د وسله والو طالبانو په ليکو کې فعاليت لري.

هغه وايي چې دغه قوماندان جان آغا نومېږي او شاوخوا دوه کاله وړاندې د امريکايي ځواکونو له لوري په سيمه کې په مستقيمه توګه د سيمه یيزو پوليسو په ليکو کې اکمالیده.

دى وايي کله چې ايتلاف ځواکونو دغه قوماندان ځواب کړ، هغه دوه مياشتې نورې هم خپله دنده په خپل سر پرمخ بيوله چې اوس د هغو دوو مياشتو تنخوا غوښتونکى دى او په بدل کې يې د برېښنا لاينونه غوڅ کړي دي.

هغه وويل چې د لغمان والي ددغې ستونزې د حل لپاره له مرکزي دولته د ملي اردو د پوستو د ځاى پرځاى کېدو غوښتنه کړې خو تر دې دمه په دې تړاو هيڅ ګام نه دى پورته شوى.

له بلې خوا په لغمان او ننګرهار کې خلک د روژې په دې ګرمو ورځو کې سختو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار برېښنا شرکت رئيس انجينر محب الرحمن مومند له سمې څخه آشنا راډيو ته وويل چې تخنيکي ټيم يې په سيمه کې شتون لري، خو ددغو وسله والو له لوري کار ته نه پرېښودل کېږي.

هغه وايي کله چې لاينونه قطع کېدل نو قوماندان جان آغا ورته خبر ورکړ چې دا کار يې د لغمان ولايتي ادارې له لوري د دوى د معاشونو د نه ورکولو په غبرګونه کې کړى دى. خو د لغمان ولايتي اداره بيا د وسله والو دا خبره نه مني.

يوه مياشت وړاندې هم په همدغه ځای کې د حکومت مخالفو وسلوالو له لوري د برېښنا مزي په ډزو ويشتل شوي و چې تر درې ورځني ځنډ وروسته لغمان او ننګرهار ته بريښنا راغله.

ننګرهار او لغمان ته ، اوس مهالې شا او خوا ١٦ ميګاواټه بريښنا له نغلو او سروبي نه را ليږديدلې ده چې ١٢ يې ننګرهار او ٤ ميګا واټه يې لغمان ته ورځي.

د بريښنا دغه مزي په يو شمير نا امنو سيمو کې را غځيدلي دي چې وخت نا وخت د وسله والو له لوري پرې کيږي چې له امله يې د بريښنا جريان هم غوڅيږي.

XS
SM
MD
LG