د کابل په هوايي ډګر نن د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې دوه توغندي لګېدلي دي چې یو یې په هوايي ډګر کې د ملي اردو په یو هنګر لگیدلی او ورته یې زیان اړولی دی.
د کابل د هوايي ډګر قومندان جنرال حقنواز حقیار امریکا غږ ته وویل چې دوه راکټه د ده سبز له لورې نن له غرمې مخکې د کابل په هوايي ډګر ولګېدل چې یو راکټ د ملي اردو په هنګر لګېدلی دی
جنرال حقیار وویل، چې دې پېښې زیان اړولی دی خو ځاني زیان نه لري
جنرال حقیار پدې تړاو چې ایا پدغه برید کې په هوایي ډگر کې ولاړو هلی کوپترو ته زیان رسېدلی او که نه، څه و نه ویل
بل لورته د ملي دفاع د وزارت ویاند جنرال دولت محمد وزیر امریکا غږ ته ددغو توغندیو د لګېدلو د خبر پخلی وکړ خو وویل چې په اړه به یې جزئیات وروسته خپاره شي.
په تیرو اوږدو کلنو کې دا لومړې ځل دې چې د کابل په هوایي ډګر د توغندیو په یو برید کې الوتکو ته زیان رسیږې.
تر اوسه چا ددغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.