د ولسمشرۍ دواړه نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله
د جمهور رئیس کرزي د اکا د زوی حشمت خلیل کرزي د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره نن کندهار ته تللی.
حشمت خلیل کرزی چي د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین حوزه وي مسئول هم و د کوچني اختر په دوهمه ورځ د یو ځان وژونکې له لوري په خپل کور کې ووژل شو.
ښاغلي احمدزي په کندهار کې وويل چي د قومي مخورو او مشرانو وژل یوه بهرنۍ دسیسه ده خو په څرګند ډول يې کوم هیواد ته ګوته ونه نیوله.
نوموړي چي د حشمت کرزي په پلرني کلي کرز کې د هغوی په کور کې د فاتحې په مراسمو کې خبري کولې زیاته کړه چې د قومي مشرانو وژل کیدل د افغانانو کار ندی
ښاغلي احمدزي، حشمت خلیل یو وطن پرسته، پیاوړي افغان او د وطن خواخوږۍ شخصیت یاد کړ او د هغه پر مرګ يې د جمهور رئیس کرزي کورنۍ ته تسلیت ووایه
ده وويل چي د بریالیتوب په صورت کې به يې بیاهم ډیره پاملرنه د سولي بهیر ته وي او د افغانانو د دغه یوازني ارمان د پوره کیده پوره ، پوره هڅه به کوي .
د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د حشمت خلیل کرزی په کلا کې د هغه د فاتحې مراسم هم واخېستل، د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د خپلو ټیمونو له غړو سره خوا په خوا څنګ په څنګ ناست وو.
ښاغلي عبدالله په خپلو لنډو خبرو کې وویل چې د افغانانو غم سره ګډ دی.
ښاغلي عبدالله وویل چې دې د یو افغان او خپل ټیم په استازیتوب د حشمت خیلل کرزي د کورنۍ د غړو سره د غمشریکولو لپاره کندهار ته راغلی دي.
بل لورته د دعاء پدغو مراسمو کې د کندهار په سلګونو کسانو برخه واخېسته او د حشمت خلیل کرزي ورور حکمت خلیل کرزي ته یې ددعا لاسونه پورته کړل.
نن په کندهار ښار کې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د ورتګ لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو پداسې حال کې په کندهار کې د حشمت خلیل کرزي د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی چې نن په پلازمینه کابل کې د ټاکنو د رائیو د تفتیش لړۍ سهار له پيلېدو لږ وروسته په دغه بهیر کې د عبدالله عبدالله د څارونکو د نه شتړن له کبله بیرته درېدلې ده.