د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی د روانې میاشتې تر پایه د ټاکنو د پایلو اعلانول غواړي


ارشیف
ارشیف

د ارګ یو خپور شوی بیان لیکي چې جمهور رئیس حامد کرزي نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره په کتنه کې هغه ته ویلي چې باید د انتخاباتو پایلې له مخکیني ټاکل شوي معیاد او وعدې سره سم، د روانې میاشتې تر پایه اعلان شي.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رائیو د تفتیش د پروسې په باب خبرې وکړې.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان ملت له میاشتو را هیسې د انتخاباتو د نتیجې اعلان ته منتظر دی.

ښاغلی کرزی وایي په میلیونونو افغانانو په انتخاباتو کې په ګډون سره خپله اراده تمثیل کړه او اوس غواړي چې د انتخاباتو نتایج اعلان شي ترڅو افغانستان د نوي جمهور رئیس او حکومت خاوند شي او د هېواد چارې په عادي ډول پرمخ ولاړې شي.

د ارگ د خپور شوي بیان له مخې جمهور رئیس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته ویلي چې د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې رامنځته شوی اوسنی ځنډ د هیواد په امنیتي او اقتصادي حالت ناوړه اغیزې کړي دي.

ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې د افغانستان د ثبات، امنیت او اقتصاد لپاره باید د انتخاباتو پایلې له مخکیني ټاکل شوي معیاد او وعدې سره سم، د اوسنۍ عیسوي میاشتې (اګست) دننه اعلان او نوی جمهور رئیس د چارو واګي په لاس کې واخلي.

ښاغلی کرزي دا څرکندونې په داسې حال کې کړی چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د رائیو د ۲۸۲۸ صندقونو له ډلې څخه تر اوسه د ۴۳۶۷ صندوقونو رایې بیا پلټل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هیله لري که چیرې د رائیو دپلټنې روان بهیر د کوم ځنډ سره مخ نه شي نو دا بهیر به تر راتلونکو دریو اونیو بشپړ شي.

د ولسمشر کرزي او د یوناما د مشر ددغې ناستې او د ولسمشر ددې سپارښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو د تفتیش بهیر دې په خپل وخت ترسره شي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي امریکا غږ ته وویل، چې کمیسیون په تخنیکي پلوه پوره تیاری لري.

ښاغلي هوتکي وویل، دا له دواړو کاندیدانو پورې اړه چې خپل نظارت زیات کړي، له جزوي مسائلو تېر شي، او د ټاکنو بهیر ته ګړندیتوب ورکړي.

هغه وویل، کمیسیون تیار دی چې په خپل وخت سره د ټاکنو د تفتیش بهیر بشپړ کړي، کمیسیون به د کارکوونکو شمېر لوړ کړي او هره ورځ به زیات شمېر صندوقونه تر پلټنې لاندې ونیسي.

ښاغلي هوتکي وویل: "اوس په ټاکنو کې درې اړخه یو، کمیسیون دی، کاندیدان دي، او نړیوال که واحد نظر وي، او اختلاف د کاندیدانو ترمنځ رفعه شي، تفتیش او د ټاکنو پایلې په خپل وخت سره اعلانېدی شي".

د ټاکنو د تفتیش لړۍ څلور وارې د کاندیدانو د استازو ترمنځ د اختلاف له امله درېدلې ده او ددې اوونۍ له یکشنې وروسته بېرته دا لړۍ پیل شوه

د ټاکنو د تفتیش لړۍ پنځه وارې د کاندیدانو د استازو ترمنځ د نظر اختلاف له امله درېدلې ده او ددې اوونۍ له یکشنې ورځې را وروسته دا لړۍ بیرته پیل شوي ده.

XS
SM
MD
LG