د لاس رسي وړ اتصالات

د رائیو په چک لستونو د پریکړو لپاره علني غونډې جوړیږي


د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د دوشنبې په ورځ د رائیو د چک لستونو او د پایلو د جمع بندیو په باب د پریکړو لپاره په دغه کمیسیون کې د کاندیدانو د استازو، نړیوالو او افغان څارونکو او رسنیو په وړاندې علني غونډې جوړوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمد نور د جمعې په ورځ په کابل کې یو خبرې کنفرانس ته وویل چې ددغه بهیر پیل د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوهم پړاو د ټاکنو پایلو ته نږدې کوي.

ښاغلي نور وویل "دټاکنو خپلواکه کمیسیون بالاخره دا پریکړه وکړه چې احتمالآ سر د دوشنبې له ورځې ددغو چک لستونو اود پایلو دجمع بندیو په باب په علني ډول د څارونکو مشاهدینو او رسنیو په مخ کې پریکړه وکړي".

هغه وویل چې د پنجشنبې تر ماښامه ۵۷۸۲ چک لستونه او د پایلو جمع بندۍ د جمع بندۍ په مرکز کې د کمپیوټر سیستم ته داخلې شوي دي.

ښاغلي نور تمه وښوده که چیرې د رائیو پلټنې بهیر په اوسنې بڼه دوام ومومي او دا بهیر د کوم لویې خنډ سر مخ نه شي نو کیدای شي چې د رائیو د پلتڼې روان بهیر تر یوې یا یوې نیمې اونۍ پورې بشپړ شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون چارواکي وایي چې د پنجشنبې د شپې تر اتو بجو د رائیو د ټولو ۲۲۸۲۸ د صندوقونو له ډلې ۱۴۵۱۶ صندوقونه پلټل شوي دي چې دا شمیر د ټاکنو په ورځ د استعمال شویو رائیو ۶۳.۵ جوړوي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند ښاغلي نور خبرې کنفرانس ته وویل چې په دغه شمیر کې د ځانګړې پاملرنې لاندې د رائیو ۶۰۰۰ صندوقونو له ډلې ۴۰۴ صندوقونه هم شامل دي.

هغه دغه خبرې کنفرانس ته وویل چې د کابل ولایت د ولایتي شوراګانو د رائیو د بیا پلټنې کار هم پیل شوې او تر اوسه د ټولو ۹۰۷ صندوقونو له ډلې ۱۶۰ صندوقونه بیا پلټل شوي دي.

ښاغلي نور وویل چې د ټاکنو په خپلواکه کمیسیون کې د جمهوري ریاست ددوو کاندیدانو د استازو ترمنځ د تاوتریوالی او فزیکي شخړو د مخنیوي لپاره یې یوه کړنلاره ترتیب کړې او دواړو ټیمونو مشرانو ته یې د لاسیلک لپاره استولې ده ‎، چې په کړنلاره باندې د هغوی د لاسیک وروسته به پلي شي.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وروسته له هغې د تیرې سه شنبې په ورځ د عبدالله عبدالله د استازو او د ددغه کمیسیون د کارکونکو ترمنځ د رائیو د پلټنې په یوه هنګر کې لاس په لاس نښته وشوه دا کړنلاره ترتیب کړه او د دواړو کاندیدانو د لاسیلک لپاره یې ددغو کاندیدانو ټاکنیزو ټمیونو ته واستوله، خو تر اوسه لا دواړو کاندیدانو دا کړنلاره نه ده لاسلیک کړی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کړنلارې د ترتیبولو او د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي له خوا د لاسلیکولو هدف په دغه کمیسیون کې د شخړو د مخنیوي ښيي.

په لس پنځلس ورځو کې نوی جمهور رئیس

د ټاکنو خپلواک کمسیون د تر راتلونکې یوې یا یوې نیمې اونۍ پورې د رائیو د بهیر د بشپړیدلو هیله په داسې حال کې څرګنده کړې چې جمهور رئیس حامدکرزي د پنجشنبې په ورځ د دوو پوهنتونونو د استادانو سره په کتنه کې ویلي چې نوی جمهور رئیس به په لس او یا پنځلس ورځو کې لوړه وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس کرزی ډیر ژر د ټاکنو پایلې غواړي.

دا بیان وایي "د ټاکنو ژر پایلې غواړم، نوی جمهور رئیس راروان دی او ژر راځي ، زما د جمهوري ریاست او حکومت وخت پوره شوی دی او دا ځکه چې د افغانستان خلکو راته د پنځه کلونو لپاره رایه راکړې وه او د رائیو نیټه بشپړه شوې ده، د افغانستان خلکو نوي جمهور رئیس ته رایه ورکړی ده او انشالله نوی جمهور رئیس تر لس پنځلس ورځو راځي".

ښاغلي کرزي ددې دمخه هم د روانې عیسوي میاشتې ترپایه د دوهم پړاو د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه کړې وه خو د افغانستان د جمهوري ریاست ددواړو کاندیدانو ټاکنیزو ټیمونو د رائیو د پلټنې روان بهیر پراختیا او په پلټنه کې د زیات دقت په کتو د اګست د میاشتې تر پایه چې نهه ورځې ورته پاته دی د پایلو اعلان ممکن نه وو ګڼلی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې دا کار په دغه موده کې ترسره کیدای شي خو چې د کاندیدانو استازي په وړو وړو مسلو د پلټنې وخت ضایع نه کړي.

XS
SM
MD
LG