د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د ځوانانو د وشو رزمي لوبې پیل شوې


د وشو د فدراسیون مرستیال بلبل شاه محمدي وايي چې دغه سیالۍ به تر څلورو ورځو پورې دوام وکړي چې په پایله کې به ۳۲ غوره لوبغاړي د ځوانانو د وشو ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

په د ې لوبو کې د ۴۰ کلپونو ۲۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده او ښاغلي بلبل شاه وایي چې دوی دا ځل د ځوانانو په سیالیو کې غوره لوبغاړو ته وخت ورکړی تر څو وکولای شي‌ یوه پیاوړې لوبډله جوړه کړي.

دی وايي چې د تیرو کلنو په پرتله د وشو لوبې زیات پرمختګ کړی دی او هیله من دي چې ددغو سیالیو په ترسره کولو سره نور هم دغې لوبې ته وده ورکړي.

بلبل شاه وايي "نور کله چې به موږ سیالۍ ترسره کولې نږدې ۲۰۰ لوبغاړو به پکې ګډون کاوه ، خو اوس اضافه له پنځوسو لوبغاړو څخه په سیالیو کې ګډون کوي له پخوا نه نفوس زیات شوی دی او وشو په رشد کې روانه ده".

د وشو فدراسیون چارواکي وايي چې په دغو سیالیو کې لوبغاړو له ۳۳ څخه تر ۶۰ کیلو ګرامه وزنونو پورې ګډون کړی چې په اتو کته ګوریو کې به غوره لوبغاړي وټاکل شي.

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي چې دغه راز سیالۍ دوی لپاره زیاتې ګټورې دي او له دی سره کولای شي چې ښې تجربې ترلاسه کړي.

د جهانزیب په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل زیات خوښ دی چې د ځوانانو په ټاکنیزو سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

جهانزیب وايي "دا لوبې زیاتې ګټورې دي ځکه په راتلونکې کې یو لوبغاړی کولای شي چې په بهرنیو لوبو کې هم ګډون وکړي".

د افغانستان د وشو فدراسیون وايي چې اوس مهال په ګڼو ولایتونو کې د وشو لوبه ترسره کیږي‌ چې په زرګونه لوبغاړي یې غړیتوب لري.

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په کابل کې د وشو رزمي لوبو ملي سیالۍ هم ترسره شي.

د یو بل خبر له مخې ټاکل شوې چې سبا په کابل کې د شپږیزې په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د پنځو زونونو لوبډلې سره برخه اخلي چې تر یوې اونۍ پورې به سره سیالۍ ترسره کړي.

دا دویم کال دی چې د شپږیزې په نوم د کرکټ سیالۍ په کابل کې ترسره کیږي چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ پکې د الف او د نولس کلنو د کرکټ لوبډلو لوبغاړي هم برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG