د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د ملي امنيت پر رياست ډله یيز ځانمرګى بريد شوى


 جلال اباد کې د نننې برید ځای
جلال اباد کې د نننې برید ځای

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي چې د ملي امنیت پر ریاست باندې په برید کې اتو بريدګرو برخه اخيستې وه چې دوو تنو يې په لومړي سر کې ځانونه د مازده په یو موټر کې والوزول او شپږ نور يې د افغان ګډو ځواکونو سره په جګړه شول.

هغه وايي په دې پیښه کې چې شاوخوا پينځه ساعته يې دوام درلود، د ملي امنيت څلور ساتونکي وژل شوي، اته تنه بريدګر وژل شوي او دري دیرش تنه نور په عامې روغتيا روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هغه وويل په زخميانو کې اوه تنه افغان امنيتي ځواکونه هم شامل دي.

د والي وياند وايي چې د پیښې دڅرنګوالي په اړه يې پلټنې پيل کړي دي .

سيمه اوس هم د افغان ګډو ځواکونو تر سخت کنترول لاندې ده او د ملي امنيت د ودانۍ په يو کيلومترۍ کې چاته دګرځیدو اجازه نه ورکول کیږي.

دغه پیښه چې د سهار په پنځو بجو رامنځته شوې وه تر لسو بجو يې دوام درلود.

د پیښې په وروستیو شیبو کې د ځانمرګو بريدګرو يو راکټ د ملي امنيت ودانۍ ته نږدې د مياعمر لیسې پر انګړ لګیدلی چې له امله يې دلیسې زده کوونکو ته زيان اوښتى خو شمیره يې نه ده څرګنده شوې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کاموال اشنا راډيو ته وويل چې له دې پیښې څخه تر اوسه پينځه څلوېښت ننه زخميان او شپږ جسده وروړل شوي چې نولس تنه زخميان يې تر درملنې وروسته رخصت کړي دي.

هغه وويل ډیر ملکي وګړي د خپلو کورونو د کړکيو په شيشو زخميان شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې پیښې مسوليت په غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې په عملیاتو کې شپږو بريدګرو برخه لرله چې دوى ټول د ننګرهار د مختلفو سيمو اوسیدونکي يادشوي دي.

وسله والو طالبانو په دې پیښه کې د لسګونه افغان سرتیرو د وژلو او زخمي کیدو ادعا کړې ده.

ددې پنځه ساعته جګړې په بهير کې تر پیځو ډېرو لويو چاودنو غږونه په سيمه کې اورېدل شوي دي.

د پیښې ځای ته نږدې اوسیدونکي وایي چې لومړنۍ موټربم چاودنه دومره زوروره وه چې دپیښې په لس کيلومترۍ کې يې هم غږ ډیر لوړ اورېدل شوى او سيمې ته نږدې لسګونه کورونه يې زيانمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG