د لاس رسي وړ اتصالات

جان کېري بیا د عبدالله او احمدزي سره خبرې کړي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري د تیرې شپې د ویډیو کنفراتس له لارې د خبرو وروسته دغو کاندیدانو نن بیا د ملي حکومت د جوړولو په برخه کې د دواړو ټیمونو ترمنځ په پرتو ستونزو سره خبرې کړي دي.

ددغه ویډیو کنفرانس له لارې د شویو خبرو په باب عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې په دغو خبرو کې کاندیدانو یو بل سره د موجودو ستونزو د هوارولو لپاره په کتنې موافقه وکړه.

ښاغلي اوریا وویل "نن دواړو کاندیدانو غونډه لرله او ددواړو ټیمونو یوې بلې کمیټې هم سره د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په برخه کې په پرتو ستونزو خبرې کړي دي".

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم هم امریکا غږ ته وویل چې دواړو کاندیدانو نن بیا سره کتلي او د ملي وحدت د حکومت په هکله یې سره خبرې کړي.

ددغه ټیم یو ویاند طاهر زهیر امریکا غږ ته وویل "یو ځل بیا په دغو خبرو کې د هغو اصولو رعایت کولو ټینګار وشو چې دمخه پرې موافقه شوې ده چې یوه یې ډ ټاکنو د پایلو منل دي چې دمخه یې په اړه موافقه شوې ده".

تراوسه لا دواړو کاندیدانو ترمنځ د خبرو په باب دواړو ټیمونو څه نه دي ویلي خو دا یې منلي چې ددواړو ټیمونو یو ګډه کمیټه هم د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په برخه کې ددواړو ټیمونو د نظریاتو د نږدې کیدلو لپاره لا هم په خبرو بوخت دي.

دواړه ټاکنیز ټیمونه دا مني چې په دغو خبرو کې د نظر د اختلاف وړ مسله د اجرائیوي ریس د واک مسله ده او په ځاکړې توګه د کابینې د ریاست مسله ده.

دواړه ټیمونه په دغه مسله جلا نظرونه لري دعبدالله عبدالله ټیم د اجرائیوي ریس په واکونو کې د کابینې ریاست هم غوښتنه کوي خو د اشرف غني احمدزي ټیم بیا دا ډول واک د اساسي قانون د غوښتنو په خلاف بولي.

د رایو د پلټنې بهیر بشپړیدل

ددواړو کاندیدانو ترمنځ دوه اړخیزو او د امریکایې دیپلوماتانو سره په خبرو کې دا چټکتیا وروسته له هغه چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د پنجشنبې تر شپې د رایو د پلټنې د بشپړیدلو خبر ورکړ رامخې ته شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم پړاو د سل په سلو کې د رایو د پلټنې بهیر به ممکن تر نن شپې بشپړ شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د پنج شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې نن یوازې درې اعشاریه صفر نهه فیصده د ټولو رایو صندوقونو پلټنه پیل شوې چې د نن شپې تر اتو بجو به بشپړ شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سرطان په ۲۶ د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د سل په سلو کې د رایو د پلټنې بهیر پیل کړی دی چې د له مخې یې د چهارشنبې د شپې تر اتو بجو ۲۲۱۲۳ صندوقونه پلټل شوي دي‌ چې دا د ۲۲۸۲۸ صندوقونو شپږ نوي اعشاریه یو نوي فیصده جوړوي.

ښاغلي نور خبریالانو ته وویل چې د رایو د پلټنې ترڅنګ د رایو د چک لستونو او نتایجو د جمع بندۍ کار هم ښه پرمخ تللی او تر اوسه ۱۹۲۳۹ چک لستونه ددغه کمیسیون په کمپیوټري سیستم کې داخل شوي دي.

ښاغلي نور وویل چې تراوسه کمیسیون د ۱۴۷۱۶ چک لستونو په باب په علني غونډو کې خپلې پریکړې اعلان کړي دي چې دا د ټولو چک لستونه ۶۴ فیصده جوړوي.

هغه وویل چې په پام کې ده نن له غرمې وروسته د رایو د باطلولو په باب پنځمه علني غونډه هم په دغه کمیسیون کې جوړه شي چې په ترڅ کې به یې د ۲۰۰۰ محلونو د رایو په باب پریکړه وشي.

نور محمد نور د دواړو کاندیدانو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي په باب وویل چې دا د کمیسیون پورې اړه نه لري‌ چې هغوی په خپلو کې په څه سره موافقې ته رسیږي ، دغه کمیسیون ته مهمه دا ده چې خپلې چارې د قوانینو په رڼا کې بشپړې او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ښاغلي نور وویل :"په سیاسي برخه کې دا چې څه کیږي د ټاکنو کمیسیون پورې اړه نه لري ،‌ د ټاکنو کمیسیون خپل کار ترسره کړی او ترسره به یې کړي".

دا کمیسیون وایي چې د رایو د فزیکي پلټنې وروسته به ټوله پاملرنه د ټاکنو د بهیر د نورو برخو بشپړیدلو ته واړول شي.

XS
SM
MD
LG