د لاس رسي وړ اتصالات

په فزیکي توګه د سل په سلو کې رایو د بیا پلټنې بهیر بشپړ شو


ارشیف
ارشیف

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون نن د جمعې په ورځ په رسمي ډول د افغانستان د جمهوري ریاست ددوهم پړاو د ټاکنو د سل په سلو د رایو د بیا پلټې پنځوس ورځینی بهیر پای ته رسیدل اعلان کړل.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور د جمعې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې په فزیکي ټوګه د رایو د پلټنې بهیر تیره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې بشپړ شو او د رایو په ۲۲۸۲۸ صندوقونو کې اچول شوې رایې پلټل شوي دي

نورمحمد نور وویل" سل په سلو کې د رایو د پلټنې بهیر په فزیکي توګه بشپړ شو هیڅ صندوق بې له پلټلو پاته نه دی ځینې محدود شمیر قضایا شته چې بیا غور ته اړتیا لري ویلي شم چې په ټولو هغو صندوقونو کې چې په کې د خلکو رایې او اراده موجوده وه هره رایه یې پلټل شوي ده او لیدل شوي ده او هره رایه یې شمیرل شوي ده".

نورمحمد نور دټولو هغو اړونده ادارو نه چې د دغه بهیر په بریالیتوب کې یې ورسره مرسته کړی مننه وکړه وویل ددغو ټولو اداره هدف په ټاکنو د خلکو د باور په ځای کول وو.

نوروویل: "د یوهدف لپاره هغه هم یوازې دا چې باور رامنځ ته شي او ټاکنې د افغانستان ټولو خلکو ته د منلو اوسې او په ځانګړې ډول دوه کاندیدانو چې په دوهم پړاو کې یو بل سره په سیالیو بوخت وو".

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د افغانستان د جمهوري ریاست ددوو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ترمنځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب ددوهم پړاو د ټاکنو د سل په سلو رایو د بیا پلټنې په باب د موافقې وروسته دا بهیر د سرطان په ۲۶ ورځ پیل کړ چې د پنځوسو ورځو لپاره یې په پرله پسې توګه یې دوام درلود.

ددغه بهیر نه د نږدې پنځه اویا فیصدو رایو د صندوقونو د پلټنې تر وخته دواړو کاندیدانو استازو څارنه کوله خو بیا وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم په یواړه خیزه توګه ددغه بهیر نه ووت چې د دغه ټیم دې پریکړې ملګري ملتونه او د ټاکنو خپلواکه کمیسیون دې ته اړ کړل چې د ډاکټر عبدالله دسیال ټیم نه هم د رایو د پلټنې د بهیر نه د وتلو غوښتنه وکړي چې دغه ټیم هم ورسره موافقه وکړه او نږدې ۲۵٪ د رایو پاتی پلټنه د دواړو ټاکنیزو څارونکو د څارنې پرته د نړیوالو او افغان څارونکو تر څارنې لاندې تر سره شوه.

د پایلو اعلان

که څه هم د رایو د فزیکي پلټنې کار تیره شپه بشپړ شو خو لا هم د دغو رایود یوې برخې د څرنګوالي په باب لا د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون پریکړې پاته دي.

نورمحمد نور وویل چې د رایو چک لستونو او جمع بندۍ بهیر هم ښه پرمخ تللی دی او تر تیرې ورځې ۹۱ فیصده چک لستونه د جمع بندۍ په سیستم کې داخل شوي دي.

نورمحمد نورهیله وښوده چې دا چارې به هم تر راتلونکو څوورځو بشپړي شي.

نورمحمد نور وویل:" هیله لرم هر څومره ژر چې د جمع بندۍ او چک لستونو د پروسس کار پای ته ورسیږي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په خپل ټاکل شوي وخت کې خپل کار بشپړ کړي او وروستۍ پایلې اعلان شي".

نورمحمد نور وویل چې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون په خپلو تیرو پنځه غونډو کې تراوسه ټول د رایو پنځه سوه پنخه اویا صندوقونه باطل اعلان کړي او د نهه زره څلورسوه دوه پنځوس صندوقونو رایې یې د اعتبار وړ بللي دي.

نور وویل چې په دغو علني غونډوکې د یو شمیر محلونو د رایود بیا شمیرولو په باب پریکړې شوي چې په راتلونکو دوه نورو علني غونډو کې چې په راتلونکو ورځو کې به په دغه کمیسون کې جوړي شي ددغو محلونو د رایو په پایلو به هم خبرې وشي.

د اجرائیوي ریس د واک په سر اختلاف

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون په داسې حال کې د سل په سلو کې د رایو د پلټنې د بهیر د پای ته رسیدلو خبر ورکړی چې د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه وایي چې دا ټیمونه د یودوه مسلو پرته په نورو د اختلاف وړ مسلو سره موافقې ته رسیدلي دي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم یو ویاند طاهر زوهیر امریکا غږ ته وویل چې هغې ګډې اته کسیزې کمیټې چې ددواړو ټیمونو ترمنځ د اختلاف وړ مسلو ته د حل د لارې د لټولو لپاره جوړه شوي وه دا کمیټه د یوې مسلې پرته په نورو مسلو سره موافقې ته رسیدله ده.

زوهیر وویل چې اوس به په دغه مسله دواړه کاندیدان پریکړه کوي

زوهیر وایي:" د کابینې د ریاست مسله ده چې البته په دغه برخه کې هم د نظر یوالی شته او دواړه ټیمونه په دې نظر دي چې باید اساسي قانون نه سرغړونه و نه شي او بیا هم اته کسیزې کمیټې په دې باب پریکړه دواړو کاندیدانو ته پریښې ده".

خو د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم یو ویاند سید حسین اقا فاضل سنچارکي امریکا غږ ته وویل چې ددواړو ټیمونو ترمنځ د ګډې کمیټې د تیرې ورځې د پنځه ساعتونو په خبرو کې د اختلاف وړ مسلوته د حل د لټولو په برخه کې ډیرلږ پرمختګ شوی دی.

سنچارکي وویل: "د اساسي مسلو په سر هیڅ ډول موافقه نه ده شوې او دا مسله یو ځل بیا د د خبرو د ټیم له خوا ددواړو ټیمونو مشرانو ته لیږدول شوې ده خو مشرانو هم تراوسه سره کتنه نه درلودله او په دې برخه کې کومه پریکړه نه ده شوی او په قاطع ډول ویلي شم چې په تیرو دوو ورځو کې مونږ د سیاسی خبرو په برخه کې د کوم پرمختګ شاهد نه وو".

سنچارکي وایي د جمهورریس او د اجرائیوي ریس د واکونو په برخه کې باید توازن راشي چې تراوسه دا کار نه دی شوی.

د دواړو ټیمونو د پلویانو غبرګونونه

ددواړو کاندیدانو ترمنځ د سیاسي خبرو په برخه کې په ټپه دریدلې حالت ددواړو ټاکنیزو ټیمونو د پلویانو غبرګونونه زیږولي دي.

د بلخ د والي استاد عطا محمد نور له خوا د خپل فیس بوک په پاڼه کې د شنو او نارنچي مدني خوځښتونو د پیلدلو د خبرداری وروسته دډاکټر اشرف غني احمدزي پلویانواو ملاتړوځینو سیاسي ډلو هم یو ډول عکس العملونه څرګند کړی دی.

د دغسې عکس العملونو په لړ کې نن په کابل کې د افغان ملت ګوند په یوه لویه غونډه کې خبردارۍ ورکړه چې ددغسې حرکتونو په وړاندې به په کلکه ودریږي.

په کابل کې په دغه غونډه کې د افغان ملت د ګوند او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټيم یو شمیر لوړپوړو غړو د ټاکنو د وروستيو پايلو پر ژر اعلانولو ټينګار وکړ او ګواښ يې وکړ چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان بې ثبات کړی او ملي ګټې په خطر کې واچوي.

د افغان ملت ګوند افتخاري رييس انوارالحق احدي دې غونډې ته وويل، چې د د پلټنې بهير پاى ته رسیدلى دی او نورد ټاکنو د پايلو ځنډولو ته کومه بله پلمه پاتې نه ده.

احدي پر دواړو ټاکنيزو ټيمونو ټينګار وکړ چې پايلې ومني .

احدي وويل :"د انتخاباتو د نتایجو په هکله د هرډول خشونت او یا حتی مدني سرغړونه دا دد قانون او اصولو ځینې پوره تخلف دی دا سیاسي ثبات په ملک کې خرابوي دا ملي ګټو ته ضرر رسوې زمونږ په عقیده نتیجه به هم ورنکړي ".

ډاکټر احدي وویل چې د ټاکنو د اوږیدلو له امله د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضیعت زیانمن شوی دی.

د دغې غونډې دمخه د چهارشنبې په ورځ د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټیم یو بل لوړ پوړې چارواکی احمد ضیا مسعود هم د ټاکنو له کمیسیون نه د ټاکنو د ژر پایلو د اعلان غوښتنه کړی وه او خپل سیال ټیم نه یې غوښتي وو چې د ټاکنو پایلې ومني.

XS
SM
MD
LG