د لاس رسي وړ اتصالات

د پایلو اعلانول د دوو ټاکنیزو ټیمونو د اختلاف لویه مسله


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړه ټاکنیر ټیمونه وایي چې د دغو ټیمونو ترمنځ د سیاسي موافقې په برخه کې په روانو خبرو کې د بیا ځنډ یو لویې علت د سلوپه سلو کې د رایو د پلتڼې وروسته د وروستیو پایلو د اعلان په سر د نظر اختلاف دی.

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم یو ویاند مسلم سادات امریکا غږ ته وویل چې دا ټیم په هیڅ ډول د ټاکنو خپلواکه کمیسیون له خوا سل په سلو کې درایو د پلټنو د پایلو اعلان منلو ته چمتو نه دی.

ښاغلی سادات وایي چې پایلې باید د یوې نوې کړنلارې له مخې اعلان شي
سادات وایي: "که داسې ټاکل شوی چې د بدلون او دوام ټیم د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ او د ټاکنو کمیسیونونه راشي او پایلې اعلان کړي هیڅکله به د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته د منلو نه اوسې او همغه ورځ به خلک راشي او مشرۍ به په لاس کې واخلي".

هغه وایي چې ددواړو ټیمونو ترمنځ د موافقې د متن په مسوده کې په ځینو جملو او کلیمو د اختلاف سربیره ترټولو د اختلاف لویه مسله د ټاکنو د پایلو د اعلان مسله ده چې دا ټیم دا ګڼي چې باید سیال ټیم یې ورسره د پایلو د اعلان په یو نوی میکانیزم موافقې ته ورسیږي.

ښاغلی سادات وایي "د تیرو ورځو د پرمختګونو پرته هیڅ پرمختګ نه دی شوی او مخالفتونه لا په ځای دي د کومو پرمختګونو په باب چې مونږ خبرې کولې خو د رایو د پلټنې د پایلو د اعلان په برخه کې هیڅ پرمختګ نشته او د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته همدا سره لیکه ده".

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي هم دا مني چې د پایلو د اعلان مسله یوه د اختلاف وړ مسلو نه ده چې دواړه ټیمونه پرې تراوسه موافقې ته رسیدلي نه دي.

ښاغلي ذکي امریکا غږ ته وویل چې ددغې مسلې سربیره یوه بله مسله هم شته چې دواړه ټیمونه پرې لا سلا شوي نه دي هغه د کابینې د څوکیو د ویش مسله ده.

ښاغلي ذکي وویل "ددغو دوو مسلو نه یوه یې د دولت د لوړبوړو چارواکو د ترکیب مسله ده د ملي وحدت په حکومت کې په یوه مسله موافقه شوی چې امنیتي او اقتصادي څوکۍ په مساوي ډول ددواړو ټیمونو ترمنځ وویشل شي خو په نورو برخو کې چې د لوړپورو چارواکو د څوکیو په برخه کې دوه نظرونه شته یو نظر همدا دی چې دا پنځوس پنځوس فیصده دواړو ټیمونو ترمنځ وویشل شي د اصلاحاتو او همپالنې ټیم همدا غواړي خو د بدلون او دوام ټیم په دې فکر دی چې دا ډول چلند به د هغو هیوادوالو په وړاندې انصاف نه اوسې چې ددغو ټیمونو غړیتوب نه لري او وړتیا له مخې ددولت لوړو څوکیو ته د رسیدلو حق لري او ددغسې کسانو شمیر کم هم نه دی".

هغه وایي چې د ټاکنو د بهیر د پای ته رسیدلو لپاره د ټاکنو د پایلو اعلان خورا زیات اهمیت لري او همدا د پایلو اعلان دا بهیر پای ته رسوي.

د کرزي او دانیل فلډ من کتنه

ددغو ټیمونو ترمنځ د پایلو د اعلان په سر د نظر اختلاف په داسې حال کې رامخې ته شوې چې جمهور رئیس حامد کرزي ددغه بهیر د پای ته رسیدلو په برخه کې د امریکا نه غوښتي چې په د ټاکنو د مسلې د پای ته د رسیدلو لپاره د حل لاره ولټوي او د نورو هیوادونو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر له خوا په یو بیان کې ویل شوي چې جمهور رئيس حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي، دانیل فلډ من او په کابل کې د امریکا له سفير جیمز کنینګهم سره کتنه کې دغو امریکايي ديپلوماتانو ته ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه په دې دلیل چې له پيل راهيسې د جمهوري ریاست د ټاکنو په بهیر کې فعاله ونډه لرلې ده، دا ایجابوي چې د دغې پروسې په بریالۍ توګه د پای ته رسولو په برخه کې د افغانستان په خير کار وکړي.

دا بیان وایي چې په کار نه دي چې افغانستان د بهرنيو هیوادونو د سیالیو ډګر واوسي. جمهور رئيس کرزي ویلي، لازمه ده چې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د اوضاع په اړه له نورو هیوادونو سره د تفاهم فضا ولټوي.

همداشان جمهور رئيس دغه امریکایي دپیلوماتانو ته ویلي چې د افغانستان د ټاکنو پروسه له حده وتلې اوږده شوې ده او د افغانستان خلک يې په ډېرې اندېښنې سره تعقیبوي.

جمهور رئیس کرزي ویلي چېد افغانستان خلک غواړي چې دغه بهير ژر ترژره بشپړ شي، ترڅو نوی جمهور رئيس او د هېواد راتلونکی حکومت خپل کار ژر پیل کړي.

XS
SM
MD
LG