د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې ممکن ١٥٠ مهاجر غرق شوي وي


د مدیترانې په بحیره کې په زرگونو مهاجر چې اروپا د رسیدلو هڅه یې کوله ډوب او مړه شوي دي
د مدیترانې په بحیره کې په زرگونو مهاجر چې اروپا د رسیدلو هڅه یې کوله ډوب او مړه شوي دي

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو نړیوالې ادارې آي او ایم د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د مدیترانې په سمندرگي کې یوه ربړي کښتۍ ډوبه شویده چې یواځي یو شپاړس کلن هلک ترې ژوندی ژغورل شوی دی. دغه هلک ویلي دي چې په کښتۍ کې سپاره نور ټول پناه غوښتونکي غرق شویدي.

د ژغورنې عملې دغه هلک پرون د سه شنبې په ورځ د ډوبي شوي کښۍ په یوې ټوټې د اوبو په سر ولیده. هغه بیا وروسته د ژغورنې عملې ته وویل چې نور ټول کسان په اوبو کې ډوب شویدي. خو د مهاجرو د نړیوالې ادارې ویاند فلیویو ډي ډیکومو په ایټالیې کې خبریالانو ته وویل، دی هیله لري چې په سمندر کې به د ایټالیې حفاظتي مامورینو نور مهاجر هم ژغورلي وي.

خو دا به د پنجشنبې په ورځ څرگنده شي چې هغوي نور کسان ژغورلي دي او که نه.

د مهاجرو د نړیوالې ادارې ویاند ښاغلي ډیکومو د هغه هلک له قوله چې د کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې ژوندی پاتي دی، وویل "دغه ټول کسان په لیبیا کې د سبارتا د سیمې نه په دغې ربړي بیړۍ کې سپاره شوي و. د هغوي شمیر تقریبا ١۴٧ تنه و چې پکې پنځه تنه ماشومان او ځیني امیدواري ښځي هم شاملي وې. دغه ټول مسافر د افریقایي ملکونو وو."

د ایټالیې د سمندر یو حفاظتي مامور ویلي چې د مدیترانې د سمندر نه ژغورنکو د تیرو پنځو میاشتو په دوران کې لږترلږه ١١٠٠ تنه ژغورلي دي خو هغه د کښتۍ د ډوبیدو د اوسنۍ پیښې په هکله څه و نه ویل.

د یادوني وړ ده چې سږ کال د شمالي افریقا نه ایټالیې ته د رارسیدو په کوښښ کې لږترلږه ٦٠٠ پناه غوښتونکي په لاره مړه شویدي. د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي دي چې تیر کال د هغو مهاجرو شمیر چې په دغه لاره مړه شویدي ۴٦٠٠ تنو ته رسیدلی وو.

XS
SM
MD
LG