د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د عسکرو د شمیر نه زیاته توجه ستراتیژۍ ته پکار ده


په واشنگټن کې د سیاسي چارو کارپوهانو په افغانستان کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پالیسۍ په هکله خپل نظر ونه څرگند کړیدی.

د واشنگټن د جان هاپکنگز په پوهنتون کې پروفیسر ډینیل مارکي په خپلې یوې ورستۍ مقالې کی د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د افغانستان په هکله مشوره ورکړې چې په پاکستان دی د بندیزونو د لارې فشار زیات کړي. هغه امریکا غږ ته وویل چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د عسکرو د شمیر په هکله زیاته توجه کوي، خو پکار ده چې د عسکرو د شمیر نه زیاته توجه په افغانستان کې ستراتیژۍ ته وشي.

هغه وویل "د اوباما او د بش ادارې په افغانستان کې د عسکرو شمیر ته ډیره زیاته توجه کوله او اوس د ولسمشر ټرمپ اداره هم دغه کار کوي او د هغې نه وروسته ستراتیژې جوړوي، پکار خو دا ده چې اول ستراتیژې جوړه شي او بیا د دغې ستراتیژۍ د عملې کولو لپاره د عسکرو شمیر وټاکل شي."

د امریکا ولسمشر ټرمپ تیره میاشت د دفاع وزارت ته واک ورکړ چې په افغانستان کې د عسکرو د شمیر او د هغوې د صلاحیتونو په هکله فیصله وکړي. د دغې نه وروسته پینټاگان وویل چې افغانستان ته به نور عسکر واستوي.

په افغانستان کې د ستراتیژۍ او اهدافو په هکله د ټرمپ ادارې تراوسه پورې کومه څرگنده خبره نده کړې. ډینیل مارکي وایي چې د یو څرگند دریځ د نه لرلو علت کیدی شي دا وي چې د ټرمپ حکومت غواړې په دی هکله نورې سلا او مشورې وکړی او د هغې نه وروسته یوې نتیجې ته سره ورسیږي.

په واشنگټن کې د ولسن په څیړنیز مرکز کې د سیمه ایزو چارو کارپوه مایکل کگلمین هم د ډینیل مارکي سره موافق دی چې د ټرمپ ادارې ته پکار ده د عسکرو د شمیر د زیاتولو یا کمولو نه مخکې په افغانستان کې خپله پالیسي وټاکې.

کگلمین امریکا غږ ته​ وویل​" ‌‌‌‌‌‌ډيره جالبه خبره ده جې د عسکرو په شمیر زیاته توجه کیږې ځکه ولسمشر ټرمپ د افغانستان پالیسي پینټاګان ته سپارلې ده او د پېنټاګان کار دا ندی چې ‌‌‌‌‌‌ډپلوماتیکه ستراتیژې جوړه کړي ، هغوې یواځې د عسکرو په هکله فکر کوي۔"

خو هغه امریکا غږ ته دا هم​ وویل چې د افغانستان لپاره د پالیسۍ جوړولو په وخت زیاته مهمه خبره دا ده چې امریکا د پاکستان په هکله هم څرگنده پالیسي غوره کړې.

مائکل کگلمین وایي چې "ولسمشر ټرمپ به پاکستان ته صبر ونکړې چې ځینې ترهگر دې روزې او ځینې دې په نښه کوي. او که چیرته امریکا د پاکستان په خلاف خپله پالیسي سخته کړې نو دا به په دی معنې وي چې امریکا به په پاکستان کې د ترهگرو پناهځایونه وولي."

کگلمین وایي چې د ټرمپ حکومت په پاکستان کې د حقانې شبکې مهم قوماندان د ډرون په یوې حملې کې وواژه. هغه وایي چې "په افغانستان کې د نوې پالیسۍ لرلو دا معنی نه ده چې امریکا به پاکستان ته سزا ورکړي او یا به د هغه ملک په ضد سخت دریځ غوره کړي." خو هغه دا هم وایي چې امریکا به خپله پالیسي هغه هومره نرمه ونه ساتي لکه چې پخوا وه.

ډینیل مارکي وایي پاکستان ته په پوځي مرستو بندولو یا کمولو برسیره امریکا ته پکار ده چې د پاکستان پالیسي جوړونکې په دی قانع کړي چې د ترهگرو د روزنې او هغوې ته د پناه ورکولو پالیسې بدله کړې. او پاکستان په مسقیمه توگه خپل ساتلې ترهگر په نښه کړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره وایي چې د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژي د جولای په پاې کې بشپړه کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG