د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د مداخلې وروسته افغانو نجونو ته ویزې ورکړل شوې


 ایوانکا: په واشنګټن کې د افغان نجونو د روباتیک تیم ته سترگې په لار ده.
ایوانکا: په واشنګټن کې د افغان نجونو د روباتیک تیم ته سترگې په لار ده.

د رپورټونو له مخې افغانو جینکو ته وروسته له هغې ویزې ورکړل شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغې مسلې کې مداخله وکړه.

د امریکا د پولیټکو خبرپاڼه وایي چې د امریکا ولسمشر د امریکا د ملي امنیت د شورا د چارواکو نه وغوښتل چې دغو شپږو افغانو نجونو ته دی ویزې ورکړي، د هغې نه وروسته د امریکا د کورني امنیت وزارت پریکړه وکړه چې دغو نجونو ته به د لسو ورځو لپاره ویزه ورکړي.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار مرستیالې ډینا پاول وویل " مونږ په دغو افغانو نجونو ویاړو چې ساینسپوهانې هم دي. دوي د افغانانو استاځیتوب کوي او د دی مثال ورکوي چې خلک خپل ارمانونه پوره کولی شي."

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس لور ایوانکا ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې راتلونکې اوونۍ به په واشنګټن کې د افغانستان د نجونو هغې ډلې ته سترګې په لاره وي چې د روبوټ په نړیواله سیالۍ کې د ګډون لپاره راځي.

د افغان روباتیک ټیم غړې فاطمه قادریان د دې خبر له اوریدو سره خپل احساس داسې بیان کړ.

هغې وویل "مونږه خپله هیله له لاسه ورکړې و او ډیر خپه وو کله چې امریکا د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ فرق وکړ، خو اوس مونږ ډیر خوشاله یو امریکا ته ځو."

د افغان روباتیک ټیم بله غړې لیدا عزیزي امریکا غږ ته داسې وویل

"افغانستان یو داسې هیواد دی چې تل پکې جگړه وه. داسې یو هیواد دی چې نجونې نشي کولی په مخ لاړې شي. اوس چې مونږ پرمختگ کوو دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې مونږ په امریکا کې د روباتونو سیالۍ کې برخه اخلو. دا د افغانستان لپاره لوی پرمختگ دی."

د دغې مسابقې تنظیمونکو د چارشنبې په ورځ ( جولایي ١٢) د فرسټ گلوبل په ویبپاڼې یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د فرسټ گلوبل مشر جوسسټک د امریکا د حکومت نه مننه کړیده او وایي چې زه د امریکا د حکومت او د بهرنیو چارو د وزارت نه مننه کوم چې دغو افغانو جینکو ته یې په دی مسابقې کې د برخې اخیستلو لپاره امریکا ته د راتگ اجازه ورکړه.

د امریکا حکومت د هغې نه وروسته دغو شپږو نجونو ته د امریکا ویزې ورکړې چې په امریکا کې د دیموکرات سناتور برنې سینډرز په شمول په لسگونو تنو سیاستمدارانو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې دغو جینکو ته دې امریکا ته د راتگ اجازه ورکړي.

حتی د کانگرس ٣٢ غړو د امریکا د بهرنو چارو وزیر ته لیک واستوو چې په هغې کې یې لیکلي و دغو نجونو ته د ویزو د نه ورکولو فیصلې اندیښمن کړیدي او هیله لري چې دوي ته به ویزې ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG