د لاس رسي وړ اتصالات

تاجکستان د شیرخان بندر لاره تړلې ده


تاجکستان د افغانانو پر مخ د شیرخان بندر سرحدي دروازه له تیرو څلورو ورځو راپه دیخوا تړلې ده.سوداګر وايي چې د تجارتي موادو په وړلو راوړلو کې مشکل نشته مګر خلکو ته تاجکستان اجازه نه ورکوي چې داخل شي.

د کندوز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې له تیرو څلورو یا پنځه ورځو راپه دیخوا د شیرخان بندر دروازه د افغانانو د تګ راتګ او تجارتي مالونو د وړلو راوړلو لپاره د تاجکستان له خوا بنده شوې ده.

تیموري زیاتوي چې د تجارتي سرحدي دروازې د بندښت علت تر اوسه دوي ته هم نه دی څرګند شوی، خو دوي په شمال ختیځ زون کې د یوناما له دفتر سره د دغې دروزاې د تړل کیدو د علت د معلومولو په خاطر هم خبرې کړي دي: (( تر اوسه پورې د تاجکستان له خوا دشیرخان بندر د لارې د بندیدو علت نه دی معلوم، دغه لار د تجارتی مالونو او د خلکو د تګ راتګ لپاره تړل شوی ده.))

تیموري هغه اوازې رد کړې چې ګوندې له تاجکستان سره په سرحدي سیمه کې د افغان او تاجک پوله ساتو ځواکونو تر منځ دې کومه ستونزه رامنځ ته شوي وي.

له تاجکستان څخه افغانانو ته د راتګ اجازه شته مګر له دې خوا افغانانو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.
له تاجکستان څخه افغانانو ته د راتګ اجازه شته مګر له دې خوا افغانانو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

د بدخشان د نسۍ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی شریف وايي چې که دغه لار د افغانانو پر مخ وتړل شي نو د بدخشان د سرحدي ولسوالیو خلک به له زیاتو ستونزو سره مخ شي: (( په ژمي کې د بدخشان د سرحدي ولسوالیو لارې له مرکز فیض اباد سره د واورو د ورښت له امله بندیږي، او د درواز له ولسوالیو سره نښتې لارې هم له تیرو دوه کالو راپه دیخوا ناامنه دي، د سرحدي ولسوالیو خلک د تاجکستان په ویزه باندې له هغې لارې خپلو سیمو ته تګ راتګ کوي، که د تاجکستان لار د افغانانو پر مخ وتړل شي دوي به له ستونزو سره مخ شی.))

هغه زیاتوي چې د بدخشان د سرحدي ولسوالیو خلک خپل خوراکي مواد د شیرخان بندر له لارې تاجکستان ته اړوي او بیرته افغانستان ته را اوړي: (( د درواز د سرحدي ولسوالیو خلک د شیرخان بندر له لارې خوراکي مواد را انتقالوي، داخلي لارې په اوړي کې هم سختې دي او په ژمي کې دغه لارې بندیږي یوازینۍ لار چې تګ راتګ پرې کیدای شي د تاجکستان له لار ده، دغو سیمو ته د پراختیايي پروژو مواد هم د شیرخان بندر له لارې تاجکستان ته وړل کیږي او بیرته افغانستان ته را اړول کیږي، ځکه چې داخلي لارو باندې د موادو انتقال ناشونی دی.))

د شیرخان بندر د ګمرک سرپرست مسول محجوب وايي چې له تاجکستان څخه افغانانو ته د راتګ اجازه شته مګر له دې خوا افغانانو ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG