د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران سره له اتومي تړون نه ووتله


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه شنبه په سپینه مانۍ کې د وینا په وخت وویل چې د ایران سره د اورپايي هیوادونو په گډون شوی تړون د گټې په ځای نړۍ ته تاوان پیښوي.

ښاغلی ټرمپ وایي ایران د ترهگرو ډلو لکه حزب الله، حماس، القایده او طالبانو سره مرسته کوي. او زیاتوي چې ایران په ظاهر تړون کړی او په پټه نور یورنیم غني کوي او د تړون درناوی نه کوي، نو امریکا دې نتیجې ته رسیدلې چې د دې تړون نه ووځي

د ښاغلي ټرمپ له اعلان دمخه د بریتانیې د بهرنیوچارو وزیر بوریس جانسن د دوشنبې په ورځ (می ۷) په واشنګټن کې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو سره ولیدل او د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت قانع کولو په خاطر یې وروستۍ هڅه وکړه چې د ایران له اتومي موافقې نه ونه وځي.

ښاغلي جانسن ژمنه وکړه چې اروپايي متحدین دیته لیواله دي چې پدې موافقه کې د سمون او اصلاحاتو رامنځ ته کولو دپاره به د واشنګټن سره ګډ کار وکړي او زیاته یې کړه چې اروپايي هیوادونه کولی شي د ایران نه جدي غوښتنې وکړي، خو داسی نشي کولې چې هغه موافقه بلکل له پامه وغورزي چې له مخې يي ایران د اتومي وسلو منعه شوی.

د ایران اتومي موافقه د ۱۵ کلونو دپاره لاسلیک شوې ده

بلخوا فرانسه وایي ایران تر دی دمه د موافقې مطابق اجراات کړي دي او ددې موافقې په ساتلو کې ډيرې ګټې شته.

د فرانسې د دفاع وزیرې فلورانس پئرلي په وینا لمړۍ ګټه يي داده چې ټول هغه اتومي فعالیتونه بندیږي چې ډيره سوله ایزه بڼه يي نلرله. دویمه داده چې د اتومي انرژۍ د څار نړیواله موسسه به اجازه ولري چې دقیق او دوامداره پلټنه وکړي او د موافقې مواد تر څار لاندې وساتي چې آیا ایرانیان د ژمنې سره سم اجراات کوي که نه. فرانسه وایي ایران اوس وخت سم روان دی.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د سه شنبې په ورځ (می ۸) وویل که امریکا له موافقې وځي، شاید ایران دوه درې میاشتې ستونزه پیدا کړي، خو وروسته به هرڅه سم وي.

اکثریت څیړونکي فکر کوي چې جمهور رئیس ټرمپ به د ۱۲۰ ورځو د بندیزونو معافیت بیا تمدید نکړي چې د امریکا کانګرس پخوا په ایران لګولي وو. دوی وایي امریکا د ایران د اتومي موافقې وځي او دا کار به سیمې او امریکا ته ښه عواقب ونلري.

د ایران اتومې موافقه په ۲۰۱۵ کې شوې، خو احتمال شته امریکا تری ووځي

د ایران اتومي موافقه کې څه دي او ولی پرې اوس نیوکې کیږي؟

د ۲۰۱۵ کال د موافقې پر اساس، د ایران په اتومي پروګام بندیزونه ولګیدل او دا يي ایران ته ناممکن کړل چې یو اتومي بم جوړ کړي - په بدل کې يي امریکا او نړیوالې ټولنې پر ایران ډير لګیدلي بندیزونه لری کړل. پدې موافقه کې څو ډوله محدودیتونه ذکر شوي دي.

خو د ایران دننه، اکثریت خلک وایي د جمهور رئيس حسن روحاني د ژمنې سره چې ډیرې ګټې به پکې وي، تر اوسه هیڅ ډول اقتصادي ګټې ندي ترلاسه شوي.

د ایران اتومي پروګرام په اصل کې د امریکا په مرسته پیل شوی و چې د "سولې دپاره اټوم" نومیده، امریکا یو تجربوي ریکټور ایران ته وړی و، هماغه ریکټور په ۱۹۶۷ کال کې د شاه محمدرضا پهلوي په سلطنت کې نصب شو. خو دا همکاري د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب په کیدو سره پای ته ورسیده.

XS
SM
MD
LG