د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشرټرمپ: جنوبي سرحد خوندي دی خو ددیوال لگښت غواړم


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جي شل په سرمشریزه غونډه کې خبرې کوي. ارجنټاین، بونیس ایرس د ډیسیمبر اوله ٢٠١٨ م کال.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جي شل په سرمشریزه غونډه کې خبرې کوي. ارجنټاین، بونیس ایرس د ډیسیمبر اوله ٢٠١٨ م کال.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن په کانګرس کې له دیموکراتانو سره ویني او د مکسیکو په سرحد کې د دیوال د جوړولو لپاره د بودجې مطالبه کوي.

د متحدو ا یالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ به نن له دموکراتو مشرانو سره وگوری چی دامریکا او مکسیکو په سرحد کې ددیوال وهلو د بودجې دمنظورولو لپاره وروستی هڅې وکړي.

ددیوال د وهلو لپاره بودجه د حکومت د لگښتونو له سترې بودجی سره تړلې ده او پکارده چی د ډیسیمبر په ٢١ مه منظور شی.

د ولسمشر ټرمپ دریځ ددې دیوال لپاره ددومره بودجی په توجیه کولو کې دادې چی د امریکا او مکسیکو ترمنځ دادیوال به د مرکزی امریکا نه د کډوالو د یرغل مخه ونیسی.

ولسمشر دیته سترگې په لاردی چی دده د سرحدی دیوال دوهلو د پنځو ملیارد ډالرو بودجی په منظورولو کې له دموکراتانو سره د مصالحی لپاره کومه لاره شته ده که نه. البته دا بودجه به د ٢٠١٩ کال لپاره وي.

ددې لپاره چې له رخصتیو نه مخکی د حکومت د یوې برخې د بندیدلو مخه ونیول شی، نو سرحدي دیوال لپار د بودجی منظورول د جمهوری غوښتونکیو په کنترول کې کانگرس لپاره ډیر مهم او اخری عمل گڼل کېږي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ به دهمدی مقصد لپاره نن په سنا کې د دموکراتانو د ا قلیت له مشر چک شومر سره او داستازیو په خونه کې داقلیت له مشرې نانسسی پلوسی سره ملاقات وکړی.

د پنځو ملیاردو دیوال
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

د ولسمشر ټرمپ ادارې د سږکال لپاره د یواعشاریه ٣٧٥ ملیارد ډالرو بودجه د سرحددامنیت لپاره ترلاسه کړی وه خو هغه د سپتبمر په دیرشمه پایته ورسیدله.

XS
SM
MD
LG